دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۸:۴۹
د مطلب کود : 108964
ترافېکې پېښې له امله ۱۰ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د کابل ـ غزني پر لویه لاره د میدان وردګو ولایت اړوند د سیداباد ولسوالۍ په زرني سیمه کې د د یوې ترافيکي پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .

دغه پېښه نن ( چهارشنبه) سهار نږدې لس بجې هغه مهال رامنځته شوه،کله چې یو مارسیډیز او کرولا ډوله موټرونه سره وجنګیده،چې له امله یې یو ولسي وګړی شهید او د یوې مېرمې په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي .

د یادې پېښې کرولا ډوله موټر له کابل څخه غزني او مارسیډیز موټر له سیداباد ولسوالۍ څخه کابل ته روان وو،چې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله سره وجنګیده او یاده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

په پېښه کې د درې تنو ټپیانو روغتیایې وضعیت هم د اندېښنې وړ دی .

د پېښې د رامنځته کیدو سره سم د عامې روغتیا ریاست له لورې د سیمې څخه ټپیان د میدان وردګو ولایت مرکزي روغتون ته رانتقال کړي،چې دا مهال تر درملنې لاندي دي .

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په پېښه خواشیني ښودلې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې .
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9j0foyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته