دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 96966
په پیښور کښې طوفان ۱۶ تنه وژلي، ۸۰ ژوبل دي
په پېښور کښې په سختې سیلۍ او باران کښې لږترلږه ۱۶ تنه مړه شوي او ۸۰ ژوبل شوي دي.
د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې په مرکز پېښور ښار کښې پرون د سختې سیلۍ (توپان) او باران له کبله لږترلږه ۱۶ تنه مړه شوي او په لسګونو نور ژوبل دي.
راپورونه وايي چې د سیلۍ او ورښت له امله په لسګونو ودانۍ نړېدلي دي.
ویل شوي چې په مړو شویو کسانو کې ۵ ماشومان او ۳ ښځې شاملې دي.
همداراز لږترلږه ۸۰ تنه ژوبل شوي دي چې د ځینو حال نازک ښودل کېږي.
د پېښور په وزیرباغ، فقیراباد، لاهوري ګېټ، دیر کالوني، صدر او صدر ته څېرمه د نوتیې (نوتهیه) په سیمو کې ودانیو ته سخت زیانونه اوښتي دي.
په لیډي ریډینګ روغتون کې ډاکتران وايي چې د ۱۲ تنو مړي وروړل شوي دي. د دغه روغتون د ډاکترانو په وینا لږترلږه ۶۰ تنه ټپیان هم په دغه روغتون کې بستري شوي دي.
سیلۍ او باران د برېښنا ډېر مزي، ستنې او ونې هم نسکورې کړې دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd9n0n.yt0996bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته