دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 98496
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د راییو د بیا شمیرنې او تفتیش تخنیکي کارونه ښایي د روانې اونۍ تر اخره بشپړ شي او بله اونۍ نتیجې اعلان شي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې؛ سر له اوسه د نتیجو د اعلان لپاره ځانګړې نیټه نه شي ټاکلی؛ ځکه چې کارونه لاپاتې دي.
د تخنیکي کارونو له بشپړیدو وروسته به د شکایتونو لپاره ۲۴ ساعتونه کاندیدانو ته د اعتراض لپاره وخت ورکول کیږي؛ بیا به ۴۸ ساعتونه د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون پر دې کار کوي؛ له هغه وروسته به دا پریکړې سیسټم ته داخلیږي او بیا به د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه اعلانیږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd9o0n.yt0jn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته