دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 143460
هغه وخت چی ترامپ، اسلامی میانه روي پیام راوړونکی کیږی
دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر وایی چی د تروریزم سره جنګ د غرب او اسلام نړۍ ترمنځ جنګ نه؛ بلکه د خیر او شر تر منځ جنګ دی.
ترامپ په ریاض کی خپل خبرو کی، د تروریزم په وړاندی د جدی مبارزی غوښتونکی سو.
هغه د ۴۰ مسلمانو هیوادونو مشرانو ترمنځ وویل: موږ دلته ددی لپاره نه یو یوځای سوی چی خبری وکړو ددی لپاره چی خلګ څنګه عبادت وکړی، کوم کار وکړی او کوم کار ونه کړی؛ بلکه د مشترک ګټو او ارزښتونو په اساس پیام سره راغلی یو.
ترامپ د اسلام نړۍ مشرانو څخه وغوښتل چی د تروریستی ډلو په وړاندی جدی مبارزه وکړی او تروریستان د عبادتځایونو څخه وباسی.
هغه وویل چی امریکا او اسلامی هیوادونه لکه څنګه چی د تروریزم په وړاندی مبارزه کوی، د تروریستانو مالی سرچینو د وچولو لپاره هم هڅه کوی.
هغه د تروریزم سره مبارزی نوی مرکز د رامنځته کیدو څخه د امریکا او سعودی رژیم په واسطه خبر ورکړ.
د کارپوهانو په باور، د امریکایی مقاماتو اظهارات او اقدامات په عربستان سعودی کی یو ځل بیا دا حقیقت څرګندوی چی امریکا د سیمی په امن کولو سره، هڅه کوی خپل اقداماتو سره خپل سلطی تسریع او تعمیم لپاره پر خاورمیانه او ټول اسلام کلیت باندی عقلانی شکاره کړی او که دا احتمالی اقدامات، بین المللی معاهدات رای او بین الملل حقوق هم وی خپل ځان حق او دا اقدامات ضروری او اړتیا وړ شکاره کړی.
د امریکایی مقاماتو د موضع څخه د خاورمیانه، اسلامی تروریزم او ایران خطر په اړه په ښه توګه روشانه دی چی د امریکا په نظر، اسلام همغه تروریزم او تروریزم همغه اسلام دی او د افراط ګرایی ډلو لکه طالبان، القاعده، جبهه نصره او... په رامنځته کولو سره د عرب سلطی لاندی رژیمونو په مرسته، متاسفانه دا امریکایی درواغ او خطا ایستونکی ادعا ډیر حقیقت او واقعیت رنګ ځانته غوره کړۍ دی.
البته باید د یاده ونه ایستل سی چی القاعده او داعش او سیمه ایز اقمار خپله امریکایی لاس کښینستل سوی جریانات دی او امریکایی اسلام هراسی په خدمت کی دی.
د داعش نسبت ورکول و اسلامی خلافت ته هم د همدی لپاره صورت نیسی.
دا په داسی حال کی دی چی خلافت غوښتنی جریانات اسلام باندی منسوب اخر خلافت په سقوط سره یعنی عثمانی امپراتوری د اسلام په نړۍ کی د اجتماعی آرمان ګرایانه جریاناتو څخه وو.
د هغه کسانو شمیر لږ نه دی چی تصور کوی چی د اسلامی خلافت او نړیوالی نظم په سقوط سره چی په نتیجه کی یی، اسلام ګرایی خپل ځای ناسیونالیزم، قوم ګرایی او ملی ګرایی لوکال او محلی ګرایی ته ورکړ، مسلمانان په نفرت او ذلت باندی اخته سول او دا کار ددی لامل سو چی غرب پراخ سلطه د مسلمان ملتونو پر برخلیک باندی وغوړیږی.
په دی سره، اسلامی خلافت نه یواځی د مدرنیته غلبه پر سنت باندی په سیاست او حکومت او ټولنه او فرهنګ او ژوند سبک... باندی دی؛ بلکه هغه خوب دی چی د ډیرو عواملو په اساس، له منځه وړل سوی دی او بیرته هغه ترلاسه کونه مسلمان انسان تاریخی آرمانونو او هیلو باندی بدل سوی دی.
د طالبانو، القاعدی، داعش او بوکوحرام، تر ظهور مخکی مسلمان انستان لید و اسلامی خلافت ته یو آرمان ګرایانه لید او نظر وو.
ځینی مسلمان نخبګان حتی دا تصور کوله چی یواځنۍ لاره د اسلام او مسلمان استقلال او اقتدار او عزت او پرمختګ ته بیرته ګرځیدو لپاره، خلافت اصل ته رجعت او مسلمان ملتونو اتحاد او اقتدار او استقلال طلایی دوری بیرته ژوندی کول دی.
په دی آرمانونو او هیلو کی وو چی القاعده نړیوال ابعاد او طالبان په سیمه ایزو سطحو باندی ظهور وکړ چی خپل سیاسی ایدئولوژی د اسلامی ټولنی ژغورنی او یو نړیوال نظام رامنځته کونی د اسلامی خلافت پر اصل باندی، قرار ورکړ.
القاعده ای او طالبانی اسلام په حقیقت کی، د تیرو وختونو اسلامی خلفاوو اسلام باندی لاس وهل سوی مدل دی او همدا کار، د ټولو مسلمانانو او مسلمانانو نخبګانو هیلو ته د پای ټکۍ کښیښوی او د هغه ځای خطرناک کابوس یا بد خوب ونیول.
د طالبانو او القاعدی حرکتونو ترشا برنامه ریزی او فکر اتاقونه، لومړنۍ اصلونه ددی شبکو د شکل نیونی لپاره همغه مسلمان ټولنی نړیوال کیدل او مسلمانانو هیلی دی: خلافت اصل ته بیرته ګرځیدل او طاغوت سره مبارزه او غیری مسلمانانو نړیوال سلطه.
همدا کار هم د القاعدی او طالبانو لومړنیو حرکتونو پراخ ښه راغلاست سره مخ کیدلو سبب سو؛ خو ددی شبکو د قدرت عملی کیدو سره، توده د هغوی لمن څخه راووتل او دا کار د نویو ډلو منځته راتګ سبب سول چی ترهغه هم تندروه وی. داعش او بوکوحرام، ددی نویو ډلو څخه دی.
هغه څه چی دا دوه ډلی د اسلام او خلافت څخه نمایش ته ایږدی، په دومره اندازی سره افراطی، بنیاد ګرایانه او د اسلام آسمانی پیام سره بیګانه او ناآشنا دی چی طالبان او القاعده نسبت هغوی ته میانه رو حسابیږی!
دا ددی شکاره کوونکی دی چی هغه څه چی د نویو افراطی او تروریستی ډلو له لوری اسلامی خلافت پر سر باندی ترسره کیږی، د هغه کسانو له خوا پیچلی برنامه دی چی اسلامی خلافت طلایی وخت باندی پوهیدلی دی او هغه په وړاندی د خطر احساس کړی دی؛ بناپردی، داعش، بوکوحرام او د هغوی اسلام، ددی مخکی چی د مسلمانانو هڅی د تاریخی دوری بیرته ګرځولو لپاره وی، د مسلمان ټولنی ایدئولوژیک خلافت غوښتنی په وړاندی طاغوتی قدرتونو انحرافی ځواب دی چی په دی سره هم مسلمان د اسلام څخه لیری کړی او سیاسی اسلام او نړیوال مدیریت برنامه درلودونکی اسلام د ریشی څخه وکاږی او امریکایی اسلام د هغه پرځای کیږدی؛ هغه اسلام چی نن ترامپ د هغه پیام راوړونکی کیږی او د وحی په ځمکه کی د ۴۰ مسلمان مشرانو په حضور کی، مسلمانان میانه روی او اسلامی تروریزم پرهیز ته راغواړی!
https://avapress.com/vdcd9s0fzyt0oo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې