دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۱۶
د مطلب کود : 112266
جمهور رئیس غني: وزارتونه دې خلکو ته مطالعات نه، بلکې خدمات وړاندې کړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لومړیو سلو ورځو کاري پلان یو ځل بیا و ارزولو.

په هغه کتنه کې چې له همدې امله نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي د نوري فایبر د پراختیا لپاره د پالیسۍ د جوړولو، د وزارت د ظرفیتونو د لوړولو،د الکترونیکي حکومتوالۍ د ستراتیژۍ د بشپړېدو، یو شمېر پوهنتونونو ته د نوري فایبر او انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو، د خصوصي سکټور د هڅونې لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د نندارتونونو د جوړولو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا لپاره د پالیسۍ د جوړولو په برخو کې د دغه وزارت د لومړیو سلو ورځو کاري پلان د بیا کتنې لپاره جمهور رئیس ته وړاندې کړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ډاډ څرګند کړ چې د دغه سل ورځني پلان له مخې به لس وزارتونه د جمهور رئیس له دفتر سره د ویدیو کنفرانس له لارې وصل شي چې په دې کار سره به له یوې خوا د کابل په ښارکې د وزیرانو د تګ او راتګ له امله ټرافیکي ستونزې راکمې شي او له بله پلوه به د امنیتي ګواښونو ګراف راټیټ او د وزیرانو کاري وخت به وسپمول شي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لومړیو سلو ورځو په کاري پلان کې شاملې موضوع ګانې مهمې وبللې او ټینګار یې وکړ چې دغه وزارت دې خلکو ته مطالعات نه، بلکې خدمتونه او محصولات وړاندې کړي ترڅو خلک ډاډه شي چې د پیریدونکو او مستهلکینو په توګه د دوی حقونه خوندي دي .

جمهور رئیس غني ټینګار وکړ چې په ټیلفوني خدمتونوکې دې ښه والي رامنځته او د انټرنیټی خدمتونو په مدیریت کې دې جدي بدلون راشي.

ده وویل چې د " آی پي" له لارې د غږ د لېږد بیه دې راټیټه، د نوري فایبر خدمات دې پراخ او له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه دې د کار پنځونې د یوې غښتلې وسیلې په توګه کار واخیستل شي.

جمهور رئیس غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پلان په لومړیو سلو ورځو کې د نوري فایبر له لارې د هېواد د مهمو پوهنتونونو او ښوونځیو د وصلېدلو پر موضوع ټینګار وکړ، وې ویل چې د پوهنتونونو اونورو تعلیمي مرکزونو په سیموکې باید د وړیا " وای فای " د خدمتونو د وړاندې کولو زونونه رامنځته او محصلینو ته په وړیا ډول انټرنیټي خدمتونه ترسره شي.

د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت باید د هېواد له امنیتي ادارو سره په همغږۍ کې دا وضحه کړي چې په څه ډول کولای شي ټیلیفون د ناامنۍ له وسیلې څخه د امن په وسیلې بدل کړي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9x0f9yt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته