دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 150165
ننګرهار کې هوایي برید د داعش بهرني وسله والو ته مرګ ژوبله واړوله

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ماڼوګانو سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد په ترڅ کې دوه بهرني داعش وسله وال وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه بريد په ترڅ کې د داعش وسله والو يو شمېر سپکې او درنې وسلې هم لمنځه وړل شوي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو او نورو وسله والو د ځپلو په موخه افغان امنیتي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو په مرسته د ننګرهار په یو شمېر نا امن ولسوالیو کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت تیره ورځ وویل، چې د هوایي برید په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالی په اړون سیمه کې د لښکر اسلام دوه غړي وژل شوي د دغو سانو د هویت اړه نور جزئیات وړ نه کړل.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9z0fkyt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته