دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 100665
په پېښور کې د افغان کلتور دوه ورځنى جشن پيل شو

د خيبر پښتونخوا د مرکز پېښور په نشتر هال کې د شنبې په ورځ د "افغان نړېوالې کلتوري ورځ" تر سرليک لاندې د افغان کلتور دوه ورځنى نړېوال جشن پيل شو؛ چې پر پاکستان سربېره په کې له افغانستان او همداراز له يو شمېر بهرنيو هېوادونو څخه راغلي ګڼ شمېر پښتانه افغانان  ګډون کوي.
دا جشن په افغانستان او پاکستان کې د فعالې " پاک - افغان اولسي تړون" مدني ټولنې له خوا جوړ شوى؛ چې په کې د افغاني ټنګ ټکور او اتڼونو ترڅنګ، د کلتوري توکيو نندارتون، مشاعره او همداراز يو شمېر نور کلتوري فعاليتونه ترسره کېږي.
د پاک - افغان اولسي تړون مشر عالمزيب خان د دې جشن د جوړولو د هدف په اړه ازادي راډيو ته وويل:
"دا پروګرام زموږ د پښتون افغان د ثقافت يوه غټه مظاهره ده او دا به انشاء الله موږ هر کال د سپټمبر په ٢٣مه نېټه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځو او په دې کې به موږه د پښتنو ټول ثقافت رابرسره کوو."
دې جشن ته د پښتونخوا له ګوټ ګوټ څخه پر سلګونو ليکوالو او شاعرانو سربېره جګپوړى دولتي چارواکي او سياسي شخصيتونه هم راغلي وو؛ چې په کې د عوامي نېشنل ګوند جګپوړى چارواکى او اطلاعاتو پخوانى وزير ميا افتخار حسين هم و.
نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ چې افغانان د يو نيکه اولادونه دي او دا ډول کلتوري پروګرامونه بايد لا زيات شي؛ څو لر و بر افغانان له خپل کلتور سره اشنا شي:
" د کلتور او د ثقافت لار، دا د مينې او محبت لار ده او بيا خاصکر زموږ د پاکستان او افغانستان چې دې خوا هم پښتانه اوسېږي او اخوا هم پښتانه اوسېږي او د هغوى ثقافت او کلچر هم يو دى؛ نو که پاکستان او افغانستان غواړي، چې دا دواړه ملکونه خپلو کې بيخي نزدې شي؛ نو ثقافتي لار تر ټولو مؤثره لار ده؛ ځکه چې هغه هم افغانان اوسي او دېخوا هم افغانان اوسي؛ نو دا د پاکستان دپاره د ګټې خبره ده؛ چې د دې افغانانو او هغو افغانانو ترمنځ تعلق وي، نو د پاکستان او افغانستان تعلق به ډېر ښه وي.
جغرافيايي طور انتظامي طور خو موږ تقسيم يو، يو پاکستان دى او بل افغانستان دى، خو قومي طور، ثقافتي طور موږ يو، يوو. اکثر خبر راځي، چې دوى په يو بل کې مداخلت وکړو، لکه داسې فضا جوړېږي، چې موږ د يو بل دشمنان يو، موږ دشمنان نه يو، موږ د يو نيکه اولاده يو، اوبه په ډانګ نه بيلېږي، پکار دي چې دا خاېنان له منځه وځي."
په اسلام اباد کې د افغان سفارت د کلتوري اتشې مشر عبدالرحمان حبيبزوى هم دا ډول غونډې او پرګرامونه د ډيورنډ کرښې د دواړو غاړو پرتو پښتنو د خپلمنځي اړيکيو لپاره مهم بولي او وايي، چې له دې لارې کولاى شو په سيمه کې د تررورېزم مخنيوى وکړو:
"کله چې يو ډله کسان له يوه هېواده بل هېواد ته ځي، او دواړه ترمنځ يو تګ راتګ وسيله جوړېږي، دا خپله د عامه ذهنيت په بدلون کې رغنده رول لوبوي. دغه ډول غونډې، سيمينارونه نړېوالو ته دا ښکاره کوي، چې ددغه دواړو غاړو شاوخوا ته کوم ولسونه چې ژوند کوي، هغه ولسونه دي چې دوى مدنيت ته ژمن دي، ترهګر نه دي. ځان د نړۍ له کاروان سره سيال کړو او هغه اړتيا چې موږ يې د امن په نامه لرو، هغه اړتيا ترلاسه کړو او په امن کې ژوند وکړو."
په دغه کلتوري جشن کې پخوا په پرتله دا ځل د مېرمنو ونډه زياته ښکاري او يو شمېر افغانو او پاکستانيو مېرمنو پکې د خپلو لاسي صنايعو نندارتونه هم لګولي دي.
د پېښور ښار يوه مدني فعاله عذارا نفيس يوسفزۍ په جشن کې د مېرمنو پراخه ونډه ستايي. نوموړې په دې اړه په اړه ازادي راډيو ته وويل:
" زه وايم چې ډېر خوش آيين خبره ده، په دې کې زنانه وو ته د اکسپوژر موقع مېلاو  شوه. زه وايم چې داسې غونډې  زيات Frequently  کور پکار دي، دې کې زنانه وو ته خاصکر موقع ورکول پکار دي. لکه نن چې موږ وکتل ډېر Encouraging  خبره وه، چې ډېر ښه پارټسيپشن وکړو، که تاسو نندارتون ته وګورئ او يا تاسو Audiounce  ته وګوئ، نو هغې کې پښتنو ښځو پراخه ونډه اخيستې وه او اوږه پر اوږه ولاړې وې."
د يادونې وړ ده، چې ددغه جشن په لومړۍ ورځ پر کابل و پېښور مېشتو ليکوالو سربېره له يو شمېر بهرنيو هېوادونو راغليو ليکوالو د جشن ګډونوالو ته  ويناوې وکړې او ددې ډول غونډو پر اهميت او اغېز يې رڼا واچوله.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd9z0fkyt0z96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته