دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 131616
د غوڅ ملاتړ ماموریت خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې جګړه کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی دی.

د غوڅ ملاتړ ماموریت خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې جګړه کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی دی.
یاد سرتیري د داعش وسله‎وال ډلې پر وړاندې پوځي عملیاتو کې چې په اچین ولسوالۍ کې تېره ورځ( سې‎شنبه د تلې۱۳مه)ترسره شول، ټپي او وروسته یې ساه ورکړې ده.

 امریکايي او افغان ځواکونه په ګډه سره یادې ولسوالۍ کې د داعش ډلې له منځه وړو په موخه په ترسره کړي وو چې د دې عملیاتو په ترڅ کې امریکايي سرتېری د ماین چاودنې له امله ټپي شو وروسته یې ساه ورکړه.

خبرپاڼه کې د سرتېري په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

https://avapress.com/vdcdff0f9yt0s96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته