دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 118512
د امریکا سفارت که د د ښمن د استخباراتو مرکز؟
د امریکا سفارت، په کابل کې د ملګروملتو د سازمان د مرکزي دفتر په هدف باندې دیوې پېچلې ځان وژونکې حملې دپېښېدو خبر ورکوي، دغه سفارت دیکشښې په ورځ یوه اعلامیه خپره ګړه اوويې ویل: وپره اچوونکي غواړي چې د اکتوبر په (۱۲مه) نېټه یوه پېچلې ځان وژونکې حمله، په کابل کې د ملګروملتو په مرکزي دفتر يا په هغه پورې اړوند ود انيوکې له چاودېدونکو توکو څخه له ډک موټر څخه په استفادې سرته ورسوي.

په کابل کې د امریکا سفارت، د دغه هېواد له اوسېدونکو غواړي چې دغوبر خواوځایونو ته له ورتلو ډډ وکړي. د امریکا سفارت همدیواضطراري پیغام کې د ښار اوسېدونکو ته د پاملرنې یادونه کوې چې که غواړي افغانستان ته راشي، نوله دې سفرڅخه دې هدف نظروکړي او همدارنګه هغوئ چې په افغانستان کې دي، دبېرته تلوغوره والی دې وڅېړي.

دغه سفارت وایې: د افغانستان امنیتي وضعیت متزلزل دی، پدې هېوادکې امریکاییانو ته تهدید متوجه دی. دا په داسې حال کې دی چې یومځان وژونکي بريد، دکابل د ښاردجوی شیريه سیمه کې دبهرنیو ځواکونو په کاروان باندې شوی وو. که ښه ځيرشو، خپله همدغه خبر او دا اخطار، پوښتونکی اوبوی لرونکی دی.

دا خبرترهرڅه د مخه دا پوښتنه په ذهن کې ایجادوي چې دیو هېواد سفارت، هغه هم په یو بل خپلواک هېوادکې، ولې داڅه کوم استخباراتي او اطلاعاتي ریاست دی چې دیو داسې اخبار خپرولو او نشرولو ته لاس اچوي ‎؟!

دوه یمه پوښتنه هم، داده چې د امریکا د سفارت کارکوونکو، د طالبانو دغه تصمیم له کومه اوڅه ډول موندلی دی؟

اوولې یوداسې یومهم اوحیاتي خبر، د افغانستان دملي امنیت د ریاست له خوا دخلکو غوږوته نه رسېږي؟! چې امریکائیان د « کاسه های داغ ترازآش» په عنوان د مسؤلیت احساس کوي په نشرولو او خپرولو سره، زموږ د رنځېدلو خلکو ذهن او روح نا رامه کوي؟!

دغې موضوع دهېواد د پارلمان اوسنا وکیلان هم قهرجن کړي او هغوئ يې عکس العمل ته پارولي دي. سناتوران وايي چې امریکا له تروریزم سره په مبارزه کې رښتينې نه ده اوهمدغه مهال چې له ترورستانوسره د مبارزي شعار پور ته کوي، دهغو له ملاتړو سره مرستې کوي.
درسنیو دخبرله مخې، سناتورانو دسه شنبې د ورخې په غونډه کې، د طالبانو دلويې حملې پربنسټ، د امریکا دسفارت له لوري پيغامونو ته په پاملرنه، دا اقدام تبلیغاتي او دهلکو ترمنځ يې دوپرې اوډار د خپرولو لپاره يو تبلیغاتي پېغام وباله. د سنا د مجلس یوغړي ددې ټکې په بیانولو سره چې د امریکا سفارت نه شي کولای ددې ډول خبرونو لپاره کومه منبع وی، هغه په دې باوردی: یوازې په هغه صورت کې چې د امریکا سفارت دطالبانو په بريدونکې لاس ولري، له دې خبرڅخه به اطلاع لري.

د سنا د مجلس رئيس هم ددې وینا په نیوکې سره وايې: د اکار دامریکا له مسؤلیتونو څخه نه، بلکیې تبلیغاتي اړخ لري، څوک چې زموږ د دښمن لپاره تبلیغ کوي یاورسره مرسته کوي، هغه زموږ دښمن او دا دمجلس پرېکړه ده!

دسنا د مجلس بل غړي، د اعش، دخلکو دوژلو له پاره د امریکا، پاکستان او انګلیس له خوا یوه ګډه پروژه ګڼي .

د سنا دمجلس بل غړی هم پدې باوردی چې: « امریکا په افغانستان کې د سولې د راوستو له پاره ريښتينی نه دی او هغه کسان چې تروریزم تمویلوي، د امریکا د ملاتړوړګرځي، خو د افغانانو خبروته غوږ نه اېږدي. ولې د پاکستان له نظامیانو سره مرسته کېږي، هیلمن یوچې په کابل کې د امریکا سفارت سم ځواب ووايې، ځکه چې له یوې خوا وايي، موږ له افغانانو سره مرسته کوو اوله بلې خوا د تروریزم د تمویلوونکو ملاتړکوي». دا په داسې حال کې دی چې پدې وروستیو وختوکې د شورا دمجلس ځينو غړو، طالبان، داعش او د دولت دمخالفو وسله والو ځواکونه، د امریکا، انګلیس او پاکستان پالل شوي عنوان کړي وو.

دشورا دمجلس له غړو څخه یوتن پډې اړه ویلي وو: « بله هيح موضوع نشته»، نه طالبان، نه داعش او نه بله هیڅ شی، یوازې د امریکا، پاکستان او انګلیس موضوع ده او داټولې ددوئ پروژې دي» .

په امریکا، انګلیس او پاکستان باندې دانیوکې په داسې حال کې کېږي چې ویل کېږي، ددفاع وزارت، دقندهار د ولایت په عملیاتوکې نوي اسناد او شواهد لاس ته راوړي اوداسې ښکاري چې زموږ دهيواد په نا امنیوکې د « پاکستان آي ــ اس آي» لاس لري! که څه هم چې دا کومه نوې خبره نه ده اوڅوڅوځلي په دې برخه کې د پاکستان ډېرې نیوکې شوي، خوډېروخلکو په دې برخه کې دمتحدو ایالاتو، ناتو اوملګرو ملتو چو پوالی معنالرونکی ګڼلی اونیوکه يې پريې کړې ده»

دشورا له سناتورانو اونمایندګانو پرته، ډېری پوهان هم په دې باوردي چې زموږ په هېوادکې جاري امنیتي اوضاع، په تېره بیا وروستیو شپواوورځوکې طراحي شوې او پلانیزه شوې ده، په ځانګړي ډول پاکستان اوامریکا دوروستیو بحرانونو په ایجاد اوپېدایښت او دهغو په مدیریت کې بنسټیز او ټاکونکی دول لري.

ددې ډلې دنظرد څښتنانو له لید څخه داسې داسې ښکاري چې د امریکا اوپاکستان دولتونه په خپلمنځي تعامل کې هڅه کوي څوطالبان چې په هره ممکنه بڼه وي، دملي یووالي د حکومت د نظام بدنې ته ورننباسي، څو په یوه وخت کې څو ستراتیژیکو موخوته ورسېږي، یو داچې د ملي یووالي د حکومت د نظام بدنې ته دطالبانو په ننوېستلو سره، پاکستان د خپلې اوږدې مودې د ګټو په ساتنه ډېر ډاډ پېداکوي، دوه یم داچې د داعش په منځته راوستوسره، په افغانستان او سیمه کې د امریکايي ځواکونو دډېر او خوراښه شتون له پاره ښه پلمه برابرېږي او درېیم داچې داځل امریکا، له داعش او نورو تروریستانوسره د پاکستان د اردو دمبارزې په پلمه، د اسلام اباد مقاماتو ته د« خوش خدمتۍ» دسوغات په عنوان يوڅه پېسې ورکوي.
نوځکه همدې حقایقو ته په پاملرنې سره داسې ښکاري چې په کابل کې د امریکا د سفارت او د پاکستان د استخباراتو ترمنځ، څه پټ اطلاعاتي تعاملات او حادثات شتون لري چې دهغو پربنسټ، په کابل کې د امریکا سفارت ځان ته اجازه ورکوي څو د داسې اخبارونو په خپرولوکې هڅه وکړي چې هغه هېڅکله د هغوئ د کارپه ساحه کې نه دي خو په څرګند ډول د هېواد د ملي امینت دریاست په کارکې ښکاره اوڅرګند دخالت وي!!
https://avapress.com/vdcdfj0fxyt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته