دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 138312
پر ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو هڅې باید ګړندۍ شي
د امریکا د ولسمشر مرستیال وایي، چې پر ترهګرو د مالي سرچینو د وچولو هڅې باید ګړندۍ شي. ریچارډ پنس د مونشن(مونیښ) په امنیتي غونډه کې وویل، له ترهګرو څخه د خپل هېواد د ژغورلو لپاره افغان ځواکونو ډېر تلفات ګاللي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د مونیخ دريپنځوسم کلنی نړیوال امنیتي کنفرانس، درې ورځنۍ غونډه، چې په کې پېنځه سوه نړیوالې څیړې، د پېنځه ویشت هېوادونو مشران، د اتیا هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ګډون لري، غواړي نړیوالو ته د نړیوالو بې نظمیو په وړاندې د مبارزې پیاوړی پیغام ولیږدوي.
د نوموړي په وینا؛ د اسلامي توند لارو په وړاندې مبارزه کې مونږ ګډه قرباني درلوده. په تېره یوه نیمه لسیزه کې د ناتو هېوادونو او زیاترو متحدانو د دې شومې پدیدې په وړاندې له افغانستان څخه تر عراقه مقابله وکړه. په دې جګړه کې د ناتو د ملګري امریکایي ځواکونو تر څنګ، د نړیوال ائتلاف څه باندې یوولس سوه سرتېري له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې وژل شوي دي. افغانانو په ځلونو د خپل هېواد د آزادولو او آزادي ساتلو لپاره ډېر تلفات ورکړي دي.
هغه زیاتوي، له داعش سره سخته مقابله او د ترهګرو د مالي سرچینو وچول یوه اړتیا ده.
نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې د امریکا متحده ایالتونه په نه ستړې کیدونکي توګه د دښمانانو په ځانګړې توګه داعش د خلافت د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي. مونږ مخ په وړاندې د تګ لپاره باید د ترهګرو مالي سرچینې وچې کړو او د هغوي سایبري وړتیا باید له منځه ولاړه شي.
ولسمشر محمد اشرف غني د مونشن د غونډې په څنډو کې د نړۍ له مشرانو او استازیو غوښتي، چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه ګړندۍ کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې غونډې په څنډو کې د آلمان له لومړۍ وزیرې انګلا مرکل، د امریکا او بریتانیا له دفاع وزیرانو او د نورو هېوادونو له چارواکو سره ولیدل او له ترهګرۍ سره یې د مبارزې په لار کې له هغوي وغوښتل، چې افغان ځواکونه ښه تجهیز کړي.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم د مونیښ په غونډه کې یو ځل بیا د ترهګرۍ په وړاندې پر جدي مبارزه ټینګار وکړ.
د مونیښ درې ورځنی نړیوال امنیتي کنفرانس داسې مهال جوړیږي، چې په پاکستان او افغانستان کې ترهګریز بریدونه اوج ته رسیدلي، چې ویل کیږي اصلي ریښه یې په پاکستان او سیمه کې ده.
https://avapress.com/vdcdfj0fxyt0ss6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته