مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، سنګين ته غځېدلې لاره يې خلاصه کړې او په شکر شلې سيمه کې يې امنيتي پوستې جوړې کړې.
د هلمند امنيه قومندان وويل، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې امنيتي سرتيرو اوه کيلو متره مختګ کړی دی.
مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي، سنګين ته غځېدلې لاره يې خلاصه کړې او په شکر شلې سيمه کې يې امنيتي پوستې جوړې کړې.
نوموړي وويل، هلمند کې د ټولو امنيتي ځواکونو ترمنځ کلکه همغږي موجوده ده او هره ورځ امنيتي پلانونه جوړوو.
ياده وي چې څو ورځې وړاندې د سنګين د لوی لارې د خلاصېدو خبر ورکړل شو خو ولايتي شورا چارواکو رد کړ.