دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۱۰
د مطلب کود : 125613
دمجاهدينو دبريا ۲۴ کليزه ديولړ ځانګړو مراسمو پرمهال ولمانځل سوه

څلرويشت کاله مخکي د۱۳۷۱ کال دثور دمياشتي اتمه نېټه په هيواد کي دمجاهدينو دبرياليتوب ورځ ده، چي په دغه ورځ مجاهدينو وکولای سول د ۱۴ کلنو جهاد په لړکي دوخت دشوروي يرغلګر پوځونه دافغانستان څخه وشړي او برياخپله کړي.

په همدې اړوند د سې شنبې په ورځ ديوې لويي غونډي پرمهال دولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي او نورو ويناوالو ټول افغان ملت ته ددې تاريخي ورځي دبريا دمبارکي ترڅنګ دخلګو وغوښتل، چي د اتفاق او اتحاد دلاري دخپلو ملي امنيتي ځواکونو سره په څنګ کي ودرېږي او دپرديو له خوا تپل سوې جګړه، چي دامهال دهيواد په ګوټ ګوټ کي روانه ده، ورته دپای ټکی کښېږدي.

وروسته له هغه، چي دوخت دشوروي فوځ پر افغانستان باندي په ډيري سپين سترګۍ هوايي او مځکنی يرغل وکړ، ورسره سم د افغانستان مېړنی ولس يې په وړاندي ودرېد او د شوروي دسره فوځ په وړاندي يې د جهاد اعلان وکړ.

هم هغه مهال د افغانستان مېړني ولس په ډېري باتورۍ د وخت د زبر ځواک په وړاندي خپل مقاومت ته دوام ورکړ، چي تر څوارلس کلني سختي جګړې او سلګونه زره شهيدانو ورکولو وروسته بلا خيره مجاهدين دشوروي دپوځونو په شړلو بريالي سول او د ١٣٧١ کال دثور دمياشتې په اتمه يې د شوروي دفوځ د شړلو وروسته خپلواکي اعلان کړه.

د مجاهدينو دبرياليتوب دغه ورځ هرکال په ټول هيواد کي دمجاهدينو دبريا دورځي په نامه سره لمانځل کېږي او په دغه ورځ د افغانستان ددولت رسمي رخصتي هم وي.

د چهارشنبې په ورځ دنورو ولايتونو ترڅنګ دا ورځ په کندهار کي هم په شاندارو مراسمو سره ولمانځل سوه.

مراسم، چي دولايتي شورا دغونډو په تالارکي نيول سوي وه، پرمهال يې دولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال، د جمهور رئيس سلاکار وزير حاجي اغالي دستګيري، ګڼ شمېر جهادي قوماندانانو اوديني عالمان ګډون درلود.

دغونډي په پېل کي دولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي دثور اتمه دهيواد دوياړولو ورځو څخه وبلل او دخپله اړخه يې ددې ورځي مبارکي ټولو خلګوته وويل.

ده وويل، افغان مجاهدينو په ډېره مېړانه اوسرښندني سره دهيواد په ګوټ ګوټ کي دوخت زبر ځواک دې ته مجبور کړ، چي د افغانستان څخه وتښتي، چي بالاخره د افغان مجادينو همدا ستر وياړ په برخه او په دې و توانېدل، چي برياليتوب خپل کړي.

دولايت مقام مرستيال په هيواد کي دورستيو ناامنيو په اړه هم وويل، چي داټول دپرديو د استخباراتو او دهغوی دلاس پوڅو شوم اعمال دي، چي زموږ خلګ پر ارامه نه پرېږدي او په يوه اوبل نوم دلته نا امني جوړه وي.

ده وويل، په داسي حالاتو کي پکارده، چي دپخواپه څېر يو اوبل ته د ورورۍ لاسونه ورکړو او په پراخ ملاټر سره دخپلو افغان ملي امنيتي ځواکونو ملاټر وکړو، څو په ګډه په دې توانېدلي يو چي هيواد ديوې ښې راتلونکي پرلور بوزو.

ښاغلي شمسي روانه جګړه جهاد نه، بلکي دپرديو دګټو لپاره وبلل.

په غونډه کي وروسته دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال خبري وکړې.

هغه هم دمجاهدينو دبريا دورځي مبارکي دولايتي شورا په استازيتوب ټول کندهاري ولس ته وړاندي کړه.

ښاغلي خاکرېزوال پرهغو وسله والو، چي دامهال يې وسله په لاس او خپل افغانان په شهادت رسوي ږغ وکړ، چي نور دسولي دپروسې سره يوځا ی سي، څو په راتلونکي کي دخپلي کورنۍ سره په ډاډه زړه دژوند چاري مخته يوسي.

دغه راز دغونډي پرمهال دشخړو دحل په برخه کي دجمهور رئيس سلاکار اوجهادي شخصيت حاجي اغالي دستګيري هم د اتم ثور دمجاهدينو دبريا مبارکي ټولو خلګوته وړاندي کړه او هغو کورنيوته يې دتسليت مراتب وړاندي کړه، چي دجهاد اومقاومت پرمهال يې دکورنۍ غړي دلاسه ورکړي دي.

دښاغلي دستګيري د وينابله برخه د اتحاد اويووالي ترڅنګ په هيواد کي دناامنيو د له منځه وړلو په برخه کي وه.

دده وويل، اوس هم هره ورځ بېګنا افغانان په يوه اوبل نامه شهيدان کېږي او ټينګار يې وکړ، دې ټولو ستونزو ته يوازي او يوازي په اتفاق اواتحاد او دخپلو ځواکونو څخه د ټينګ ملاتړ وروسته حل لاري لټولای سو.

وروسته نورو ويناوالو او جهادي قومندانانو هم خبري وکړې او زياته يې کړه، چي موږ دخپل دولت ملاتړي يو اوکولای سو په هررنګه حالاتو کي په ټينګه دخپل هيواد ساتنه وکړو.

دوی ددولت څخه هم وغوښتل، چي دمجاهدينو سهم ته دي پاملرنه وکړي اوبېلابېلو برخوکي دي يې په دندو وګماري.

پاته دي نه وي، چي هرکال دثور اتمه دمرکز ترڅنګ  په ټول هيواد کي لمانځل کېږي.

سرچينه : کندهار ملی تلویزیون
https://avapress.com/vdcdfk0fsyt0x96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته