دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۱
د مطلب کود : 149617
په پاکستان کې د سخت دریځو خوندي مرکزونو افغانستان نا امنه کړی- ریچارد اولسن

د امریکا پخواني چارواکي وايي، په پاکستان کې د سخت دریځو خوندي مرکزونو افغانستان نا امنه کړی دی.

په واشنګنن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو مرکز د افغانستان لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د سیاسي حل لارې پر موادو غونډه وکړه. په دغه غونډه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني استازي، چې په پاکستان کې د دغه هېواد سفیر هم پاتې شوی، وايي، چې وسلوال سخت دریځي په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی استازی ریچارد اولسن وايي،  طالبان په پاکستان کې خوندي مرکزونه لري. طالبان یو ‌ډول منسجم سازمان دی. منظور دادی، چې مونږ کولی شو پوه شو، چې د دوی رهبران څوک دي او د حکمرانۍ څو ډوله جوړښتونه لري. دوی د کوټې او پېښور شوراګاني لري، چې د پاکستان د ښارونو نومونه دي.

ریچارد اولسن وايي، چې د افغانستان د کړکیچ پر سیاسي حل باید ډېر تمرکز وشي.

د نوموړي په وینا؛ د امریکا ولسمشر د نوې ستراتیژۍ پر وخت په راتلونکې کې پر سیاسي حل هم خبرې کړي. که حل لارهمدا وې؛ نو په کار ده، چې مونږ یې هم تعقیب کړو.

په افغانستان کې د امریکا د پخوانی سفیر مرستیال توني وین وايي، چې په پاکستان کې د سخت دریځو خوندي مرکزونو افغانستان نا ارامه کړی دی.

د هغه د وینا له مخې؛ هغه طالبان، چې د افغانستان په ولایتونو کې جنګیږي له هغو طالبانو سره توپیر لري، چې په پاکستان کې اوسیږي. که خوندي مرکزونه موجود وي؛ نو حل لار به یې ګرانه وي.

په افغانستان کې د امریکا د پرمختیايي ادارې پخوانی رییس ایرل ګاست هم په دې باور دی، چې ناامنیو په افغانستان کې پانګوال سخت اندېښمن کړي دي.

هغه وایي، مونږ ګورو، چې په ولسوالیو کې د حکومت واک مخ په کمیدو دی. دغه حالت پانګوال اندېښمن کړي دي. اقتصاد چټکه وده نه کوي او کارګرانو ته دندې نه پیدا کیږي؛ نو ځکه ناامنۍ مخ پر زیاتیدو دي.

په افغانستان کې د امریکا دغه پخواني مامورین وايي، چې په تېرو شپاړس کلونو کې د مخابراتو، پوهنې او روغتیا په برخو کې پرمختګونه شوي، چې باید د ساتلو لپاره یې کار وشي.

دوی ټينګار کوي، چې د افغانستان لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې پر سیاسي حل لار هم باید تمرکز وشي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfn0f5yt0o96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته