دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 104913
د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د افغان ملایانو او خطیبانو د ایستلو پرېکړه وکړه

تاند- د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د تروریستي ضد پالیسۍ د تطبیقولو په لړ کې پرېکړه کړې چې ټول افغان ملایان، دیني مبلغان، د مدرسو مدرسان (ښوونکي) او د لمانځه امامان وباسي.
د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزیر سید اختر علیشاه د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته وویل چې دا پرېکړه تېر حکومت کړې وه خو عملي کړې یې لا نه وه.
ده زیاته کړه:«ملکي ادارې او د قانون نافذوونکو ته د ایالت په ۲۵ ولسوالیو کې فرمان صادر شوی دی.»
ښاغلي شاه د دغو افغانانو د ایستلو د څرنګوالي په اړه جزییات څرګند نه کړل خو ایکسپریس تریبیون وايي چې خبرو سرچینو ورته ویلي چې په ۲۲۶ جوماتونو او مدرسو کې افغان دیني عالمان د خطیبانو، ملا امامانو او مدرسانو په توګه کار کوي.
ورځپاڼه همداراز وايي چې دغو افغانانو ته ویل شوي چې دندې پرېږدي کنې پر ضد به یې قانوني اقدام وشي.
ویل کېږي چې په پاکستان کې دېره افغان ملا امامان خلک په افغانستان کې د دوی په وینا جهاد ته هڅوي.
د پاکستان حکومت تراوسه پوري د شمشتو او نورو کمپونو د جوماتونو د امامانو په اړه څه نه دي ویلي چې د افغانستان پر ضد جګړې ته د ځوانانو د جلب و جذب دنده په غاړه لري.
په همدې حال کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستان د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو مخکې ویلي و چې د افغان ملایانو د ایستلو د پرېکړې په وړاندې به مقاومت وکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdfo0fsyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته