دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 114912
افغان پوځي پلاوي د سرحدي شخړو د څېړلو لپاره اسلام اباد ته سفر کړی
د پاکستان د پوځي چارو ځينې کارپوهان وايي؛ افغانستان او پاکستان دې پر ګډې پولې رامنځته شوى تاوترېخوالى د خبرو له لارې اوار کړي او ټينګار کوي چې دا ډول شخړې بايد د دواړو هېوادونو د ښو شويو اړيکيو د بېرته خرابېدو لامل نه شي.

دوى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت يو جګپوړى پوځي پلاوى له پاکستانيو چارواکيو سره د پاکستان او افغانستان پر ګډې پولې د رامنځته شوي وروستي کړکېچ او پر يو شمېر نورو موضوعاتو د خبرو لپاره اسلام اباد ته راغلى دى.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند دولت وزيري د سه شنبې په ورځ کابل کې خبريالانو ته وويل چېپه دغه ګډ پوځي پلاوي کې د ملي امنيت؛ سرحدي قواوو او نورو امنيتي ارګانونو نظامي چارواکي ګډون لري چې مشري يې د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون مرستيال جنرال قدير خان کوي.

نوموړي زياته کړه، دغه پلاوى به له اړوندو پاکستانيو چارواکيو سره د ترهګرو پر وړاندې په دواړو خواوو کې د عملياتو کولو؛ پر کونړ د راکټي بريدونو او د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت دغه پلاوى په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې په دې وروستيو کې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان و افغانستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ تاوتريخوالى رامنځته شوى و او همدارراز پاکستان څو ورځې وړاندې يو ځل بيا د افغانستان پر بېلابېلو ولايتونو راکټونه ورولي ول.

له بلې خوا د پاکستان د پوځي ځينې کارپوهان اسلام اباد ته د افغان پوځي پلاوي راتګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ د پراختيا لپاره ضروري بولي او ټينګار کوي چې دواړه هېوادونه دې پر پوله د خپلمنځيو شخړو پرځاى د ترورېزم د مخنيوي و ځپلو په لړ کې همکاري وکړي.

د پوځي چارو کارپوه او د پاکستاني پوځ پخواني منصبدار بريګيډير سيد نذيرمومند له ازادي راډيو سره په خبرو په دې اړه وويل:

((ضروري خبره ده، چې کله تګ راتګ يا خبرې اترې بندې شي؛ نو د هغې د وجې نه نقصان کېږي؛ غلط فهمي پيدا کېږي او مسالې هم نه حل کېږي؛ لېکن کله پورې چې يو بل خبرې سره کوي؛ خپل تحفظات سره ظاهروي او دهغې د پاره څه کارډينشين يا ملاقاتونه کېږي او داسې اقدامات په هغې کې تجويز کېږي چې پر هغې تحفظات لرې کېږي؛ نو ضروري خبره ده چې هغې سره مسايل کېږي او مخ پر وړاندې تګ کېږي.

دواړو ملکونو ته دا يو سوچ په کار دى؛ بلکې دا يو اصول په کار دى چې دوى به خپل تعلقات د يوې مسالې يا يوې پېښې يرغمال نه جوړوي؛ په دې چې دا بيا د لوبې ورانوونکيو مقصدونه په دې کې کاميابېږي.))

سيد نذير زياته کړه، دا ډول شخړې بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو شويو اړيکيو د بېرته خرابېدو لامل نه شي، بلکې دواړه دولتونه دې د غلط فهميو د لرې کولو لپاره د سياسي او پوځي پلاوو تګ راتګ لا ډېر کړي.

افغان دولت د سرحدي شخړو له امله په کابل کې د پاکستان سفير دوه ځله د بهرنيو چارو وزارت ته ورغوښتى و او پر سرحدي سيمو د راکټي بريدونو او همداراز د پوځي تاسيساتو جوړولو له امله يې ورته اعتراض کړى و.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت دا پوځي پلاوى په داسې وخت کې اسلام اباد ته راغلى، چې د روانې مياشت په ٧ مه نېټه ددې هېواد په کوربه توب پايتخت اسلام اباد ته نزدې د افغان دولت او طالبانو استازيو مخامخ خبرې وکړې او ويل کېږي، چې ددغو خبرو بل پړاو به هم په نزدې راتلونکي کې په اسلام اباد کې ترسره شي.

ازادي راډيو هڅه وکړه، چې د افغان پوځي پلاوي د سفر د ايجنډا او ليدنو په اړه په اسلام اباد کې د افغان سفارت له چارواکيو سره خبرې وکړي، خو پر بيا بيا تماس سربېره څوک خبرو ته حاضر نه شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfo0fxyt0fn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته