دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 132516
دداعش رامنځته کیدل او له منځه تلل د موصل څخه تر ننګرهار
دداعش اودولتی ځواکونو جنګ دافغانستان په ختیځ کی ددری ورځو لپاره دوام پیدا کړ او د پچیراګام دځینی اوسیدونکو د بیځایه کیدو سبب سوی دی. ځینی محلی منابع ویلی دی چی دداعش په وړاندی په هوایی حمله کی، ځینی محلی نظامیان او غیری نظامی کسان هدف نیول سوی دی؛ خو دهغوی د احتمالی تلفاتو په اړه کوم اطلاعات نسته. تاج محمد جاهد؛ دداخلی وزیر ویلی دی چی اشرف غنی؛ امر کړی دی چی نظامی عملیات دداعش په وړاندی د پچیراګام په منطقه، د جلال آباد په ختیځ کی شروع سی. محلی مقامات ویلی دی په اوسنی حال کی دداعش فعالیتونه د هوایی حملو پواسطه ځواب کیږی؛ خو ډیر ژیر به ځمکنی عملیات به هم ددی ډلی په وړاندی شروع سی. د پچیراګام ځینی  اوسیدونکی ویلی دی چی ددی منطقی ځینی برخی د داعش تر کنترول لاندی دی. پچیراګام د ننګرهار د ناامنه سیمو څخه دی چی د پاکستان سره مشترک مرز لری. فضلهادی مسلمیار؛ د سنا  د مجلس رییس هم د شنبی په ورځ دننګرهار ناامنیو ته په اشاری سره وویل چی دطالبانو  ډله او داعش ددی ولایت په ۱۶ ولسوالیو کی فعال دی. دا جنګ همزمان د موصل د جنګ سره یوځای شروع سوی دی. هغه رسنی چی خبرونه دننګرهار څخه د داعش په اړه خپروی او په شکاره ډول سره هغه لوی شکاره کوی هم غربی رسنی دی چی غربیانوته کار کوی؛ هغه رسنی چی د شروع څخه د داعش ډلی د تبلیغاتو په خدمت کی وو او دهر رسنی نه مخکی د داعش جنایتونه د نړی په سطحه خپروی چی په دی ډول سره مخکی نه مخکی ددی ډلی څخه ددی ډلی بیره پر هدف نیول سوی قلمروونو باندی پراختیا ورکړی. بنا پردی، د کارپوهانو په باور، ددی ډلی د تهاجمی تحرکاتو پراختیا په ننګرهار کی همزمان په عراق او سوریه کی یو ډول معنی داره پیغام لری چی دهغه څخه هدف ددی ډلی د خلافت پراختیا او دعراق او سوریی څخه ددی ډلی تروریستی جریانات ډیر شکاره کړی او له بلی خوا، ځینی په دی باور دی چی دداعش ډله د نړی په نورو برخو کی هم فعال دی او باید خلګ داسی ونه بولی چی په عراق کی ددی ډلی ماته ددی ډلی د خاتمی په معنی دی. دا هغه څه دی چی د پوهانو په باور، ددی ډلی د رامنځته کیدو سره چی اوس فکرکیږی د منځه تلو په حال کی دی، دوام درلودی او د غربی پر قدرته رسنیو په امر کی وجود درلودی. په دی حساب سره، آیا کولای سو هیله ولرو چی د داعش ډلی ختمیدل په موصل کی، له دی ځلی ددی تروریستی فعالیتونه په افغانستان کی شروع سی؟ دا پوښتنه جدی او بنیادی دی او دهغه د ځواب لپاره، باید د ننګرهار تحولات جدی تر بحث لاندی ونیول سی؛ ځکه چی د کارپوهانو په باور، داعش په عراق او سوریه کی هم په معجزی ډول سره رامنځته نه سو؛ بلکه لومړی ګامونه په همدی شکل چی نن په ننګرهار ترسره کوی اخیستل او وروسته د منطقه ای حامیانو په مرستی سره دومره قدرت پیداکړ چی په یو لوی قدرت اومستحکم رژیم باندی بدل سو. دا چی پچیراګام د پاکستان سره مشترک مرز لری او له همدی برخی نه زیان وینی، یو شکاره شاهد دی؛ خو یواځی پاکستان مسؤول نه بللی؛ ځکه چی ددی پروژی ابعاد د پاکستان څخه هم پراخ دی.
https://avapress.com/vdcdfx0f9yt0sk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته