دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۴۱
د مطلب کود : 122418
دسولې دمخامخ خبرو دنېټې دټاکلو لپاره هڅې روانې دي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي له وسله والو طالبانو سره د مستقیمو خبرو د نېټې د تعین په اړه همکاریو د څلور اړخیزې ډلې هڅې پيل شوې دي.

دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ تمه کېږي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د باصلاحیته استازو ترمنځ د مستقیمو خبرو نېټه د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په ډاګه شي چې به ورسره د سولې خبرې هم پیل شي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل د درېیمې څلور اړخیزې ناستې ګډونوالو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې له پروسې سره یوځای شي:

"هڅې روانې دي چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د لوړپوړیو او باصلاحیت استازو ترمنځ د مستقیمو خبرو دقیق وخت تعین شي؛ دا هڅې تېره ورځ د درېیمې څلور اړخیزې ناستې له پای ته رسېدو وروسته پيل شوې؛ ترهغې به دوام ولري، څو د مخامخ خبرو دقیقه نېټه وټاکل شوي."

ښاغلي مستغني زیاته کړه چې د سولې له بهیر سره د وسله والو طالبانو د یوځای کېدو د تشویق په ګډون بېلابېلې هڅې هم روانې دي.

د افغانستان، پاکستان، امریکا اوچین دریمه څلور اړخیزه ناسته د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې جوړه شوه.

د څلور اړخیزې هماهنګې ډلې د ناستې په پای کې ټینګار وکړ چې د یوې سیاسي پریکړې له مخې باید تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېښودل شي.

دغې ډلې همدارنګه توافق کړی، سولې ته درسېدلو لپاره باید څلور اړخیزې ناستې همدرانګه منظمې ادامه ولري او څلورمه غونډه به یې د روان لمریز کال دحوت په څلورمه، دفبروري په ۲۳ مه په کابل کې جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي افغان حکومت له هغو ډلو هرکلی کوي چې د سولې خبرو ته حاضریږي او هغوی ته یې غیږ پرانیستې ده.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني وايي افغان حکومت له وسله والو طالبانو غواړي چې له کوم مخکني شرط پرته د سولې خبرو ته حاضر شي:

"د افغانستان اسلامي جمهوريیت د خبرو میزته له شرط پرته د طالبانو راتګ باندې ټینګار کوي، کله چې خبرې پیل شي هلته بیا دواړه خواوې کولای شي چې ټول مسایلو باندې بحث وکړي."

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د پګواش په غیر رسمي غونډه کې چې په قطر کې جوړه شوې وه، د سولې لپاره شرطونه وړاندې کړل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdfx0fjyt0xo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته