دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۲
د مطلب کود : 152712
هلمند : په تېرو ۲۴ ورځو کې ۱۶۳ طالبان وژل شوي او ۴۲ تنه يې ټپيان دي


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی دی،  د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي وويل: د يادو عملياتو له پېل څخه تراوسه پورې د مارجې، چهانجير او لښکرګاه شاوخوا سيمو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو له مخې د مهمو قومندانانو په ګډون ۱۶۳ طالب جنګيالي وژل شوي او ۴۲ تنه يې نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، پدې عملياتو کې د دښمن ۵۳ بېلابېل ډول وسايط او ۳۰ ميله سپکې او درنې وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
جنرال احمدزي وړاندې وويل: په يادو ساحو کې د دښمن د ملا تير مات شوی، امنيتي ځواکونو پام وړ پرمختګونه کړي دي او دغه راز ۳۱۲ کړۍ بېلابېل ډول ماينونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، د ميوند (۰۷) پوځي چاڼيز عمليات به تر هغو دوام ولري، چې په پلان کې نيول شوې ټولې سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شي.
پدې خبري غوڼده کې هلمند والي حيات الله حيات د روانو پوځي عملياتو د لاسته راوړنو هر کلي ترڅنګ وويل: وسله والو مخالفينو په ډېره بې رحمانه توګه د چهانجير سړک څلور ځايه څو-څو متره اړولی دی او دغه راز يې ګڼ پلچکونه او عامه شتمنۍ زيانمنې کړې دي.
ښاغلي حيات وويل : که وسله وال مخالفين فکر کوي، چې د ماينونو په ايښودلو او د عامه شتمنیو په ورانولو سره به د امنيتي ځواکونو مخه ډب کړي، خو دا يې لويه تېروتنه ده، ځکه که دوئ د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې غرونه هم کېږدي، بيا به هم زموږ قوتونه خپل ځان هدف ته رسوي.
هلمند والي له ولسونو څخه د عامه شتمنيو په ساتلو کې د همکارئ او پاملرنې غوښتنه وکړه، او ټينګار يې وکړ، چې سړک، پلچک او نور عامه شتمنۍ د ملت دي، نو بايد يې خونديتوب ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.
د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل هم د امنيتي او دفاعي ځواکونو له روانو عملياتو ملاتړ او ستاينه وکړه او له خلکو يې وغوښتل چې په خپلو سيمو کې وسله وال مخالفين پرېنږدي چې ورانکاري عملونه ترسره کړي او عامه شتمنيو ته زيان واړوي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.

https://avapress.com/vdcdfx0fxyt0k56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته