د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي وایي، په پلازمینې کابل کې د المان سفارت ودانې ته څېرمه د مې میاشتې په خونړی چاودنه کې ښايي هغه کسان ښکیل وو چې له پاکستانه کابل ته تللي وو.
نړموړې په دې اړه له یوه برطانیایي ورځپانې، فیننشل ټایمز، سره د مرکې ترڅ کې خبر ورکړ.
ښاغلي عباسي وایي، داسې ښکارې چې د برید لپاره درې یا څلور کسان له پولې څخه تیر شوي وو.
د پاکستان لوموړی وزیر زیاته کړه، چې له پولې څخه یوه موټر هم کابل ته لیږدول شوي و او د برید لپاره د یوه سفارت په ودانی کې ځای پر ځای او د چاودنې لپاره کار اخیستل شوی وه.
دا په داسې حال کې ده چې د المان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي له دې وړاندې ویلي وو، چې الماني کارپوهان په پلازمینې کابل کې د المان سفارت ته څېرمه د خونړی چاودنې په اړه څېړنې کوي.
د المان بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د برید په اړه پلټنې باید د افغان حکومتي ادارو او د نورو اړوند هېوادونو سره په همغږې کې ترسره شي.
افغان چارواکي وایي، د چارودنې په ترڅ کې چې نږدې څلور میاشتې مخکې د المان سفارت ودانې ته رامنځته شوه، په ترڅ کې تر ۱۵۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
تر اوسه کوم شخص یا ډلې د دغه برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی دی خو د افغانستان ملي امنیت ریاست ویلي وو، چې دغه برید د حقاني ترهګرې شبکې له خوا او د پاکستان پوځ د استخباراتي ادارې په مرسته پلان او ترسره شوي.