دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 110213
۱۵ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې بغلان، پکتیا، ننګرهار، کنړ، تخار، فاریاب، جوزجان، کندهار، لغمان، کندز، هرات، فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول،۱۰ تنه ټپیان او ۲۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي و نیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۱۰ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د لغمان او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو ف او شنډ کړای شول .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdfz0fsyt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته