دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 101187
شمالي وزيرستان: پاکستاني پوځ د ٣٣ وسله والو د وژلو ادعا کړې

دپاکستان پوځي مقامات وايي، چې د دې هېواد هوايي ځواک د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په بېلابېلو سيمو کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي چې دوى ته يې په کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي دفتر يا ISPR د چارواکيو په وينا؛ د پاکستان جنګي جټ الوتکو د دوشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په لرې پرتې سيمې دته خېلو کې هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ١٨ وسله وال وژل شوي دي.
دوى زياتوي، چې الوتکو پر همدې ورځ د شمالي وزيرستان په ګرمالايي سيمه کې هم د سخت دريځو وسله والو پر مرکزونو بريدونه کړي چې په نتيجه کيې ١٥ مشکوک وسله وال وژل شوي او د هغوى ٩ مرکزونه يې هم په کې له منځه وړي دي.
خو خپلواکو او ځايي سرچينو لا تر دې دمه په سيمه کې د پاکستان د هوايي ځواک په هدفونو کې وسله والو ته د اوښتي زيان پخلى نه دى کړى؛ ځکه چې سيمې ته د خبريالانو د ورتګ اجازه نشته.
د شمالي وزيرستان يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم نه څرګندولو په شرط ازادي راډيو ته وويل:
"پاکستانيو جنګي الوتکو افغان پولې ته نيزدې په دته خېلو او يو شمېر نورو سيمو کې درنه بمباري کړې او اټکل کېږي چې په سيمه کې به يې مېشتو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې وي. په دې سيمه کې دا مهال ډېرى جنګيالي مېشت دي چې ګڼ شمېر په کې ازبک وسله وال دي. "
بلخوا د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف د دوشنبې په ورځ د پاکستان دولتي خبري اژانس ايسوشیېټډ پريس اف پاکستان ته ويلي چې په شمالي وزيرستان کې يې پوځي عمليات په بريالتوب روان دي؛ د وروستي ترهګر تر وژنې پورې به له عملياتو لاس وانه خلي.
پاکستانيو ځواکونو د روان کال د جون له ١٥مې نېټې راهيسې په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پرضد پراخ پوځي عمليات پيل کړي او ادعا کوي چې تر دې دمه يې په دې عملياتو کې د کورنيو او بهرنيو وسله والو په ګډون تر ١١٠٠ زيات وسله وال وژلي او د هغوى ګڼ شمېر مرکزونه يې له منځه وړي دي.
دا عمليات تر هغې وروسته پيل شول چې پاکستاني وسله والو طالبانو د کراچۍ پر هوايي ډګر د خونړي وسله وال بريد مسووليت ومانه چې په کې د امنيتي سرتېرو په ګډون لږ تر لږه ٣٠ کسان وژل شوي وو.
شمالي وزيرستان د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته قبايلي سيمه ده؛ په دې کې د پاکستانيو طالبانو  په ګډون د القاعدې او حقاني شبکې ډېرى جنګيالي هم دېره دي او د پاکستان پوځ وايي چې په سيمه کې يې د حقاني او القاعدې شبکې په ګډون د هغو ټولو وسله والو پرضد له توپير پرته عمليات پيل کړي، چې له دې ځايه ترهګريز فعاليتونه کوي.
خو د پاکستان د سياسي چارو يو شمېر څارونکي بيا په دې باور دي چې د پاکستانيو ځواکونو د پوځي عملياتو حقيقت به هغه مهال څرګند شي چې په سيمه کې عمليات پاى ته ورسېږي او بې کوره شوي خلک خپلو سيمو ته ستانه شي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdjf0f5yt0zf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته