دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 108982
د اتلانتیک شورا جمهور رئیس غني ته د غوره رهبرۍ جایزه ورکړله
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په سیمه ایز وخت پرون مازیګر په هغه غونډه کې چې د امریکا د متحده ایالاتو د سولې د انستیتوت او د اتلانتیک شورا په نوښت د واشنګټن ډې سي په ښارکې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
جمهور رئیس غني په دغه غونډه کې وینا وکړه، وې ویل، په فرخندې برید چې د هغې د مرګ سبب شو، نه یوازې دا چې غندم یې، بلکې خپله دنده بولم چې دغه مسئله په ټول قوت سره وڅېړم او له هغو کسانو سره چې دغه ناوړه عمل یې ترسره کړی دی جدي او قانوني چلند وکړم.
جمهور رئیس وویل چې له دغې پېښې سره په تړاو له لسو څخه د زیاتو پولیسو دندې تعلیق شوي دي او هغوی تر تحقیق لاندې دي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه چې دغه مسئله زموږ لپاره ډېره مهمه ده او زموږژمنه دا ده چې په ساده ګۍ سره له هغې نه تېرېږو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې افغانستان بدلون کړی دی، موږ په افغانستان کې د بنیادي بدلون لپاره ژمن یو او پایدار تحول رامنځته کوو او همدغه ژمنه وه چې زموږ خلکو په ډېره لوړه کچه په انتخاباتو کې ګډون وکړ او ۳۸ سلنه رائیه ورکوونکې
ښځې وې.
جمهور رئیس غني پخپله وینا کې د نا امنیو د بعدونو په اړه هم خبرې وکړې، وې ویل چې نا امني نه یوازې سیاسي بعد، بلکې جرمي بعد هم لري.
د افغانستان جمهور رئیس د سولې په اړه وویل چې زموږ لومړنی ګام سولې ته د رسېدو لپاره له پاکستان سره کار کول دی او زموږ لومړی کار دا و چې ستونزه تعریف کړو، له ستونزې څخه زموږ تعریف دا و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خصومت وجود لري او دغه تعریف په پاکستان کې زموږ سیالانو رد نه کړ.
جمهور رئیس غني د سیمې او د اسلامي هېوادونو په کچه پر اجماع باندې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات کلي ده.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د داعش خاصیت دادی چې یا خپل رقیبان جذبوي او یا دا چې هغوی له خپل ستونې تیروي.
ده همدا راز وویل چې داعش د افغانستان او د سیمې لپاره یو ګواښ دی او له داعش څخه زموږ برداشت زموږ په خپلې حوزې پورې اړوندیږې او په دې لاره کې باید لازمه همکاري ترسره شي ترڅو موږ د سیمې او نړۍ په کچه د داعش خطر په سم ډول درک کړو ځکه چې داعش پوله نه پیژني او په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې دی.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، هغه قرائت چې داعش یې له اسلام څخه وړاندې کوي،اسلامي قرائت نه دی او له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري.
ده وویل چې موږ د افغانستان خلک د سولې غوښتونکي یو او په حقیقت کې هغه خلک یو چې د زغم د فرهنګ او د تمدنونو د ډیالوګ د پراختیا غوښتونکي یو او د رښتیني اسلام استازیتوب کوو، نه هغه کسان چې د ماشومانو او ښځو په وژلو افتخارکوي.
وروسته جمهور رئیس محمد اشرف غني د اتلانتیک شورا ته لاړ او هلته د دغې شورا لخوا ده ته د " غوره رهبرۍ " جایزه ورکړل شوه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdjj0fxyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته