دچاپ وړ نسخه

ويب پاڼه

کورني » خبرونه » سياسي، پوځي

د افغانستان او امریکا ولسمشرانو د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ

۱۳ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۸:۲۱

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)

وباما او کرزي د امریکا او افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو سند ډېر لږ وروسته له دې د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لاسلیک کړ چې د امریکا ولسمشر افغانستان ته ورسېد.

د افغانستان او امریکا ولسمشرانو تیره شپه د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ(ارګ) کې د دوو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسیلک کړ.

په دې سند کې، متحدو ایالتونو وروسته له دې چې امریکا د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل حربي ماموریت پای ته رسوي، له دې هیواد سره د اوږدې مودې لپاره د اقتصادي او پوځي همکاریو ژمنه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان به په هیڅ صورت وسله والو سخت دریځو ته نه پرېږدي.

اوباما وویل چې د افغانستان د جګړې لګښت ډېر زیات دی خو له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو سند متحدو ایالتونو ته اجازه ورکوي چې په دې هیواد کې د جګړې لمنه ټوله کړي مګر بیا به هم له افغانستان او د دغه هیواد له خلکو سره ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي اوباما وویل چې له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند لاسلیک به د سولې راتلونکې ته لاره اواره کړي.

د ستراتیژیکو همکاریو د سند له لاسلیکولو وروسته ولسمشر کرزي وویل، دا سند چې له جګړې وروسته د دواړو خواوو همکارۍ په ګوته کوي، د دوو هیوادونو ترمنځ د یوشان مشارکت بنیاد ږدي.

اوباما او کرزي د امریکا او افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو سند ډېر لږ وروسته له دې د افغانستان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لاسلیک کړ چې د امریکا ولسمشر افغانستان ته ورسېد.