دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 103987
د ۱۱۲ زره بزګرانو څخه ۴۲ زرو ته د غنمو اصلاح شوی تخم ورکولو لړۍ روانه ده.
د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکې وایي په دغه ولایت کې ۱۱۲ زره بزګران شتون لري خو دوی ۴۲ زرو بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم د ویش لړۍ پیل کړې،چې دا مهال یې زرګونه بزګرانو ته دغه تخم ورکړی دی .
د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني په مشرۍ د کرنې او مالدارۍ په اړه جوړه شوې غونډه کې د دغه ادارې رئیس انجینر فضل عمر وویل د اړونده وزارت له لورې ورته ۲۱۰ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم ورکول شوی دی.
نوموړی دغه زیاته کړه،که څه هم په دغه ولایت کې ۱۱۲ زره کروندګر شتون لري خو دغه تخم یواځې ۴۲ زره کروندګرو ته د ورکولو لړۍ پیل شوې ده،چې په جلریز ولسوالۍ کې ۱۸ ټنه په ۳۶۰ بزګرانو باندې ویشل شوی دی .
هغه وایي همدا راز یې په مرکز میدان کې د ۵۲۰ بزګرانو لپاره ۲۶ ټنه،چک ولسوالۍ کې ۴۸۰بزګرانو لپاره ۲۴ ټنه،نرخ ولسوالۍ ۵۶۰ بزګرانو لپاره ۲۸ ټنه،جلریز ۳۶۰ بزګرانو ته ۱۸ ټنه،سیداباد کې ۶۴۰ بزګرانو ته ۳۲ ټنه،جغتو ۳۶۰ بزګرانو ته ۱۸ ټنه،دایمیرداد ۳۶۰ بزګرانو ته ۱۸ ټنه،بهسودو حصه اول برخې ۳۲۰ بزګرانو ته ۱۶ ټنه او مرکزي بهسودو ولسوالۍ ۶۰۰ بزګرانو ته ۳۰ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم ورکړل شوی دی.
د کرنې او مالدارۍ رئیس زیاته کړه،دوه اونۍ وړاندې د یادو اصلاح شویو تخمونو د ویش لړۍ پیل شوې او په یو شمېر سیمو کې بشپړه شوې خو په ځینو سیمو کې لا هم جریان لري .
د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې استازي وویل: د دوی ادارې له لورې څلور پروژې تر کار لاندي دي،چې په مرکز میدان ښار کې د جمنازیوم،د مېوو مارکیټ،بهسودو ولسوالۍ کې د ښوونځي او جلریز ولسوالۍ کې د مسجد جوړولو چارې دي .
ده زیاته کړه،په جلریز ولسوالۍ کې د مسجد جوړولو چارې بشپړي شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .
د اوبو لګونې ریاست استازي وویل دوی په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د کانالونو جوړولو د دوو پروژو چارې پیل کړې وې،چې د بشپړیدو په حال کې دي او ژر به یې ګټې اخستنې ته وسپارو .
د میدان وردګو مرستیال والي ښاغلي ذاکرحسین سلطاني له یادو استازو څخه مننه وکړه او لارښوونه یې ورته وکړه،چې د پروژو او د غنو د اصلاح شوي تخم وېش لړۍ څخه دې په ښه توګه څارنه وشي او پروژې دې هم بیا وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdjs0f5yt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته