دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 142885
لوګر کې ۴ طالبان د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول

په مرکز لوګر ولایت کې لږ تر لږه څلور تنه وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې تیره شپه ناوخته د محمد آغه ولسوالی په اړوند دیوالک کلې کې څلور تنه وسله وال طالبان د سړک پر غاړي د یوه ماین په ځای پر ځای کولو کې بوخت وو چې چاودیدونکې توکې پرې وچاودید.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې څلور وسله وال وژل شوي.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، په وژل شویو وسله والو کې د طالبانو یو سیمه ییز قوماندانان چې سمیع الله نومېده هم وژل شوی دی.

د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ملي دفاع وزارت وایي، چې په سویل کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وسله وال هغه مهال ووژل شول کله چې د هغوي موټر د سړک د غاړي پر یوه ښخ شوي ماین برابر شو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjx0fkyt0oj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته