دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 102780
۳۷ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار ، کاپیسا ، کندز ، زابل، میدان وردک ، لوګر او نورستان ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۳۷  تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول ،  ۲ تنه ټپیان او ۴ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ، ۸ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د زابل ولایت  په اړونده سیمی کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
https://avapress.com/vdcdjx0fzyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته