دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۲۰:۰۲
د مطلب کود : 100881
جمهور رئيس احمدزي، په کابل کې د آسترالیا له سفير سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس ډاکټر اشرف غني احمدزي په کابل کې د آسترالیا له سفير ښاغلي جان فلپ سره وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن مازدیګر به ارګ کې ترسره شوه، جهمور رئيس وویل چې موږ له افغانستان سره د آسترالیا له مرستو ډېر خوښ يو او په اغېزمنه توګه په مالي، امنیتي او تحصيلي برخو کې يې د دغو مرستو د دوام غوښتونکي یو.
جمهور رئيس احمدزي همداراز د ارزګان ولایت د بیارغونې په برخه کې د آسترالیا له مرستو مننه وکړه.
په دغه کتنه کې ډاکټر اشرف غني احمدزي، په فوق العاده کچه د آسترالیا هېواد د خزانه دارۍ له حساب ورکونې څخه ستاینه وکړه او ويې ویل چې آسترالیا کولی شي د افغانستان له اړوندو ادارو سره د خپلو دغو تجربو په شریکولو سره، اغېزمن واقع شي.
په مقابل کې په کابل کې د آسترالیا سفير ښاغلي جان فلپ، جمهور رئيس احمدزي ته له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو له دوام څخه ډاډ ورکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjz0ffyt0zj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته