دخپریدو نیټه :شنبه ۱ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۵۶
د مطلب کود : 150282
د هرات په جامع جومات کی د حکمتیار خطبی خرابیدنه

 

 

 

 

 

د هرات ښار لوی جامع جومات مسجد دا اونۍ خطیب، ګلبدین حکمتیار وو، خو ناببره د هغه خبرو په وخت کی، جلسه مختل سو او خلګ د مسجد څخه دباندی ووت.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، خلګنۍ سرچینی وایی چی یو کس د جمعیت څخه راپورته سو او یو بوټ د حکمیتار لوری ته وغورځول.

هغه وویل چی ددی اقدام وروسته، خلګ ګمان وکړ چی شاید کوم څوک فریاد کړی او تروریستی برید ترسره سوی او مسجد پریښوده.

خو دا عمل دلته ختم نه سو او هرات اوسیدونکی د هغه په وړاندی سخت غبرګون وښوده.

عبدالقدیر صالحی د هرات مدنی فعالینو څخه یو تن خپل فیسبوک پاڼه کی ولیکل چی لوی جامع مسجد، د سیاسی آشوب ګریو قربانی سوی دی.

هغه مسجد خطیب ته په خطاب کی لیکلی چی آیا دا حق مو درلودی چی د مسجد منبر څخه خپل ګوندی او تنظیمی ګټو فعالیتونو لپاره کار اخیستی وای؟

منصور یو تن د هغه کسانو څخه چی د لمانځه لپاره مسجد ته تللی وو، وایی چی په هیڅ عنوان راضی نه وو چی ښاغلی حکمتیار پر منبر دریدلی او جمعی لمونځ خطبه یی ویلای وای.

هغه وایی چی حکمتیار په تیرو کلونو او اوس کی شکاره کړی دی چی د اسلام په دین باندی پایبند نه دی پاته سوی او هر وخت د فغانستان خلګو ترمنځ مشکلاتو رامنځته کولو په لټه کی دی.

https://avapress.com/vdcdjz0fxyt0kx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته