دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 88695
"بریتانیا دې د دوی د عسکرو له خوا په هلمند کې د افغانانو د وژلو په اړه وضاحت ورکړي"
د افغانستان د ملي امنیت شورا د بریتانیا له حکومت څخه د هغه خبر د وضاحت غوښتنه کړې چې؛ ویل کیږي، په هلمند ولایت کې د یوه امر له مخې بریټانوي ځواکونو بې له کوم دلیله افغانان وژلي دي.
د ملي امنیت د شورا له خوا دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوه چې؛ د مارچ په دوه ویشتمه دیلي میل ورځپاڼې د بریټانیې د پوځ د یوه افسر په حواله لیکلي وو؛ چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ دوی ته امر شوی و؛ چې پر افغانانو له دلیل پرته ډزې وکړي.
ویل کیږي، د همدې امر له مخې یو شمیر افغانان د بریټانیې د عسکرو له خوا ووژل شول.
د جمهوري ریاست د خبرپاڼې له مخې د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپلې پرونۍ غونډه کې د بريټانیې له حکومت وغوښتل چې؛ د دې خبرې سپیناوی وکړي.
د بریټانیې حکومت تر اوسه پورې په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdk90j.yt0jn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته