دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 131355
حکمتیارنن پنجشنبه دافغانستان له یووالي حکومت سره دسولي ټرون لاسلیک کړه
د افغان حکومت سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې هوکړې په موخه د مرکچي پلاوي رئیس، محمد امین کریم وايي چې ګلبدین حکمتیار دا هوکړه لاسلیک کړې ده او ټاکل شوې ده، ولسمشر غني به هم نن پنج‎شنبه (د تلې اتمه) د جوړو شویو مراسمو په ترڅ لاسلیک کړي.

دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخي، نوموړي وویل، چې ګلبدین حکمتیار به هم د ویډیو کنفرانس له لارې په دې مراسمو کې وینا وکړي.
د ملي یووالي حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې عالي شورا په منځګړیتوب تېره اوونۍ د سولې هوکړه لاسلیک شوه او ټاکل شوې ده چې اوس یې ولسمشر هم لاسلیک کړي.
د شنبې په ورځ د خلکو استازو په پارلمان کې د ملي یووالي حکومت او حزب اسلامي ترمنځ له هوکړه لیک څخه هرکلی وکړ او له دواړو لوریو څخه یې وغوښتل چې د هوکړه لیک مواد په بشپړه توګه عملي کړي.
یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هم ویلي دي چې له ترهګرو سره د جوړجاړي لپاره د افغانستان د ملي یووالي حکومت له هڅو څخه چې سولې ته لېواله دي ملاتړ کوي.

https://avapress.com/vdcdkf0fkyt0ss6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته