دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۵
د مطلب کود : 131553
دهلمند ناوې ولسوالې نن سهار دطالبانو لاس ته لویدلي ده
په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت ځنی استازی وویل، د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ نن سهار د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت ځنی استازی وویل، د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ نن سهار د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، چې طالبان نن سهار توانېدلي، چې دغه ولسوالي تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د ولسي جرګې نن غړی ویلی دي، چې د وسله والو طالبانو د برید پر مهال د ناوې امنیه قوماندان احمدشاه سالم چې د ده ورور دی، وژل شوی دی.
عبدالودود د هلمند ولایت استازی واي. چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په هلمند ناوي ولسوالې جګړې روانې دي.
بل خوا طالبانو هم ویلي دي، چې د ناوې ولسوالۍ یې نیولې او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
خو د هلمند چارواکو او مرکزي حکومت تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

https://avapress.com/vdcdkf0fsyt0sk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته