د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې به د یاد سازمان له غړو هېوادونو وغواړي، چې د افغانسان د امنیت ټینګښت په برخه کې خپل مسؤلیت پر ځای کړي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې به د یاد سازمان له غړو هېوادونو وغواړي، چې د افغانسان د امنیت ټینګښت په برخه کې خپل مسؤلیت پر ځای کړي.
د غربي رسنیو د راپور له مخې؛ بارک اوباما دا څرګندونې تېره ورځ د جرمني په هانوور ښار کې د یوې غونډې پر مهال وکړې.
نوموړي زیاته کړې، دی به د افغانستان په اړه د ناټو سازمان د راتلونکې ناستې پر مهال، له غړو هېوادونو وغواړي، چې افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره خپل مسؤلیت پر ځای کړي.
د شنونکو په باور، ښايي اوباما په یاده ناسته کې د ناټو سازمان له غړو هېوادونو وغواړي، چې خپل سرتیري د څه نورې مودې لپاره افغانستان کې پرېږدي.