دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۴۸
د مطلب کود : 113454
د هزاره او کوچي قومونو ترمنځ د شخړې د لمنځه وړلو په موخه د ټاکل شوي کمیسون د چارو د پیل کېدو غوښتنه وشوه.

لسګونه د هزاره قوم مشرانو د دغه ولایت له والي سره د لیدنې په ترڅ کې د ولسمشر له لورې د ګمارل شوي کمیسون د چارو د ژر تر ژره د پیل کېدو غوښتنه وکړه.
د دغه قومي مشرانو په استازۍ مرادعلي وویل په حصه اول بهسودو ولسوالۍ کې کوچي او هزاره قومونه یو بل ته ګواښونه کوي او هر مهال د پېښې د رامنځته کېدو په ترڅ کې د ګڼ شمېر تلفاتو د اوښتو اټکل هم شتون لري.
ده غوښتنه وکړه،چې د ولسمشر له لورې د افغانستان په کچه د کوچي او ځای میشتو ترمنځ د شخړې د لمنځه وړلو په موخه ۷۵ کسیز کمیسون جوړ شوی،چې تر دا مهاله یې چارې نه دي پیل کړي .
دوی غوښتنه وکړه،چې دغه کمیسون دې ژر تر ژره خپلې چارې له میدان وردګو ولایت څخه پیل کړي او که په دغه برخه کې جدي پاملرنه ونشي نو مسؤلیت به یې د حکومت پر غاړه وی .
د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات دغه مشرانو سره د لیدنې پر مهال وویل مرکزي اداره یې د یادې ستونزې څخه په رسمي او غېرې رسمي ډول خبره کړې .
ده زیاته کړه،د دغه ستونزې د حل په موخه یې تر دا مهاله د سلګونو کوچي او هزاره قومونو مشرانو سره بېلابېلې لیدنې کړي او همدا راز یې امنیتي ارګانونو ته هم لارښوونه کړې،چې تر هغې چې یادې ستونزې ته اساسي حل لاره چاره لټول کیږي،د جګړې مخنیوی وکړي.
ده د کوچي او هزاره قوم ترمنځ شخړه سوداګریزه وبلله،چې د جګړې د رامنځته کېدو په ترڅ کې ګڼ شمېر مالي او نور امتیازات ترلاسه کوي .
هغه وویل نن او تېره ورځ د کوچي او هزاره قومونو د لسګونو مشرانو سره د یادې ستونزې د حل په موخه په ولایت مقام او حصه اول بهسودو ولسوالۍ کې لیده کاته او خبرې اتري شوي .
د کوچي او هزاره قومونو ترمنځ د شخړې له امله تر دا مهاله څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د میدان وردګو ولایت په حصه اول بهسودو ولسوالۍ کې له تېرې ورځې راهیسې د کوچي او هزاره قومونو ترمنځ د شخړې له امله دوه تنه شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي .
د معلوماتو له مخې نن ( دوشنبه) سهار د یادې ولسوالۍ په اله سنګ سیمه کې د کوچي او هزاره قوم ترمنځ د نښتې له امله یو ځای مېشتی شهید شوی او یو بل ټپي شوی دی .
همدا راز تېره ورځ بیا د یادې نښتې په ترڅ کې په سیاسنګ سیمه کې یو کوچي شهید شوی وو او یو بل ټپي شوی دی .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdks0foyt0fo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته