دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 96335
کرکټ: افغان ملي ټیم له زیمبابوې سره ټولې سیالۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسولې
د افغانستان کرکټ بورد وایي، د کرکټ ملي ټیم له زیمبابوې سره ټولې سیالۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسولې.
د افغانستان د کرکیټ ملي ټیم له زیمبابوې سره ددې سیالیو په لړ کې دوه نړیوالې یوورځنۍ، دوه ټیست یا څلور ورځنۍ او دوه تمریني لوبې ترسره کړې، چې دا بهیر په مساوي ډول پای ته ورسید.
د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک آزادۍ راډیو ته وویل، چې دا سیالۍ د افغانستان لپاره مهمې دي او د کرکیټ په نړیواله شورا کې یې د افغانستان د کرکټ ارزښت زیات کړ.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdks0n.yt09s6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته