دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۹:۴۶
د مطلب کود : 110259
جمهور رييس غني: جرمي اقتصاد چې له نشه يي توکو څخه ترلاسه کيږي د افغانستان او ايران لپاره يو ګډ خطر دى
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د تهران په ښارکې د افغانستان او ايران د اقتصادي فعالانو په ګډه غونډه کې چې د ايران د سوداګرۍ، صنايعو، کانونو او د کرنې د خونو په نوښت جوړه شوې وه وينا وکړه.
جمهور رئيس غني په دې وينا کې د افغانستان د پنځو مهمو اقتصادي برخو په باب چې موقعيت، اوبه او ځمکه، کانونه، تېل او ګاز، پيسې او تشبث پکې شامل دي؛ تمرکز وکړ .
جمهور رئيس محمد اشرف غني د افغانستان د مهم موقعيت په اړه وويل چې مرکزي، جنوبي، لويديځه او شمالي آسيا له يوه آباد افغانستان پرته له يو بل سره اړيکې نه شي پيدا کولاى.
ده زياته کړه چې په راتلوونکو شلو کلونوکې به آسيا له جغرافيايي مفکورې څخه په يوې سترې وچې بدله شي او د افغانستان له لارې له چين، تاجکستان او ازبکستان سره د ايران پيوستون به د سيمې په اقتصادکې يو پراخ بدلون رامنځته کړي .
جمهور رئيس غني زياته کړه چې په زیربنایي برخه کې د مطالعاتو، انسجام او پانګونې په برخوکې همکارۍ ته حاضر يو.
جمهور رئيس محمد اشرف غني، اداري فساد د اقتصادي پراختيا په لاره کې ستر خنډ وباله او وې ويل، هغه ماليه چې له تاسو څخه په غیر مستقيم ډول دبډې په توګه اخيستل کيږي، نور زموږ لپاره د زغم وړ نه ده.

جمهور رئيس دې ته په اشارې سره چې د افغانستان د وارداتو بيلانس د هغه د صادراتو ٣٠ برابره دى، وويل چې زموږ د هېواد موقعيت د دې غوښتنه کوي چې نور دې د افغانستان سوداګري يو طرفه نه وي.

جمهور رئيس محمد اشرف غني په سمه توګه له اوبو او ځمکې څحه استفاده، د کرنې په برخه کې پانګونه او د خوراکي توکو په يوه صادرونکي هيواد د افغانستان بدلول د حکومت هدفونه وبلل.

جمهور رئيس غني په دې باندې په ټينګار سره چې افغانستان نور نه غواړې يوازې د اومو موادو د يوه صادرونکي هېواد په توګه پاتې شي، د ايران د کرنې وزارت او د دغه هېواد خصوصي سکتور ته بلنه ورکړه چې له افغانستان سره دې همکاري وکړي.

جمهور رئيس محمد اشرف غني وويل، جرمي اقتصاد چې له نشه يي توکو څخه ترلاسه کيږي، د افغانستان او ايران لپاره يو ګډ خطر بلل کيږي .

جمهور رئيس غني کانونه، تيل او ګاز يوه بله مهمه اقتصادي برخه وبلله او وې ويل چې لومړنۍ څيړنې ښيي چې د افغانستان په سلوکې د ٣٣ کانونو ارزښت له يوه څخه تر دريو تريليون ډالرو پورې اټکل شوى دى .

جمهور رئيس محمد اشرف غني زياته کړه چې افغانستان به تر راتلوونکو لسو کلونو پورې د مسو او اوسپنې په ډير ستر صادرونکي هېواد بدل شي .

جمهور رئيس غني د باور وړ او له ستونزو پرته د ترانزيت د يو سيستم جوړول د افغانستان او د سيمې لپاره حياتي وبلل. ده وويل چې د افغانستان او ايران د رښتينې سوداګرۍ حجم معلوم نه دى، له دې امله بايد د دواړو هېوادونو سوداګري رسمي شي او د قاچاقي سوداګرۍ مخه ونيول شي.

جمهور رئيس محمد اشرف غني په ټينګار سره وويل، موږ نه غواړو چې زموږ اړيکې په خبروکې پاتې شي؛ بلکې غواړوچې خپلې اړيکې په عمل کې پلې کړو او خصوصي سکتور يې څارونکى وي.

جمهور رئیس غني د افغانستان او ايران د سوداګرۍ د ګډې خونې له جوړولو سره خپله موافقه څرګنده کړه او له خصوصي سکتور څخه يې وغوښتل چې هغه تل وڅيړي چې د حساب ورکولو يو لازم سيستم رامنځته شي.

جمهور رئيس محمداشرف غني وويل، تر څو راتلونکو مياشتو پورې يوه اصولي پاليسي برابرو چې د هغې له مخې قراردادونه په شفاف ډول ترسره شي.

جمهور رئيس د ارزښت د ځنځيرې په باب وويل: موږ نه غواړو چې افغانستان د اومو موادو په يو صادرونکي هېواد بدل شي.ده زياته کړه، د هغو هېوادونو چې له موږ سره د ارزښت د ځنځيرې په جوړولوکې همکاري کوي، هرکلى کوو. ده زياته کړه چې زموږ نظرڅلور ورځنى نه دى، بلکې څلور سوه کلن دى.

جمهور رئیس د پيسو او په پانګې د هغو د بدلولو په باب هم خبرې وکړې او وې ويل چې پيسې توليدي پانګه نه ده او زموږ سوداګري بايد په څو راتلونکو کلونو کې په پانګې بدله شي .

جمهور رئيس محمد اشرف غني وويل، اداري فساد د دې سبب شوى دى چې پيسې په پانګې بدلې نه شي .ده زياته کړه، د يوه قوي بانکي سيستم جوړول زموږ هدف دى چې پيسې په پانګې بدلې کړو.

جمهور رئيس دې ته په اشارې سره چې خصوصي سکتور په يوازيتوب سره نه شي کولاى د هېواد دودې عامل شي، وويل چې موږ غواړو د خصوصي سکټور او دولت ترمنځ يو څرګند تړون رامنځته کړو او دواړه اساسي همکارۍ ته اړتيالري، نه تضاد ته.

جمهور رئيس غني په اقتصادکې تشبثات مهم وبلل او وې ويل، موږ غواړو د بشري پانګې په برابرولوکې چې وکولاى شي اقتصادي نظريې عملي کړي، له تاسو او د سيمې له خصوصي سکټور سره نتيجې ته ورسيږو.

جمهور رئيس محمد اشرف غني په دې باندې په ټينګار سره چې بايد مشروع سوداګري د دوه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو معيار وي، وويل، دوه اړخيزه سوداګري زموږ اصلي هدف دى او ترهغه وخته پورې چې سوداګري يو اړخيزه وي، جرمي اقتصاد دوام مومي.

د دغې وينا په پاى کې جمهور رئیس غني وويل چې بيوزلي او وزګارتيا چې ټوله سيمه ورسره مخامخه ده، له ګډې همکارۍ پرته له منځه نه ځي او تر هغه وخته پورې چې بيوزلي شتون ولري، امنيت او ثبات نه تامينيږي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا) تهران
https://avapress.com/vdcdkz0fnyt0fx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته