دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 156196
درې افغان چارواکي له دندو د ناوړه استفادې په تور محکوم شول

د افغانستان لویه څارنوالي وایي درې افغان چارواکي له "دندو د ناوړه استفادې او جعلي اسنادو د کارولو" له کبله په بند محکوم شوي دي.

په کابل کې د لویو/درندو جرمونو ابتدايي محکمې د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد اصف مهمند او د حج او اوقافو وزارت پخوانی مرستیال داعي الحق داعي په پنځو کلونو او دوو میاشتو بند محکوم کړل.

همدغه راز محکمې د کابل د حج او اوقافو مشر عبدالرحمن احمدزی په دریو کلونو بند محکوم کړی دی.

د دوې محکمه د چهارشنبې په ورځ( جنوري ۱۰) په کابل کې وه.

"د څارنوالۍ عدلي او قضايي ځانګړي مرکز د دغو کسانو د اسنادو د تزویر او له دندو د ناوړه استفادې د تور قضیه څېړله."

د د محکمې پر مهال د بلخ د ولایتي شورا غړی او د حج او اوقافو وزارت مخکنی معین موجود نه وو، خو پرېکړه پرې وشوه. هغه وايي چې دوه نور افغان چارواکي هم له ورته تورونو سره مخامخ دي، خو په اړه یې ډېر جزییات ورنکړل.

دا ابتدايي محکمې پرېکړه ده او محکوم کسان حق لري چې دا پرېکړه ونه ومني او د دویمې محکمې غوښتونکي شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdn90f9yt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته