دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 126694
افغان ملت بايد منسجم شي
ملت بايد نور د تروريستي شبکو په وړاندي د انسجام لاره غوره کړي

افغانان بايد د ترهګرو په وړاندي خپله منسجم شي، ترهګر د افغانانو د مرګ ژوبلي پروا نه لري، ځکه د ترهګرو اصلي ځالي په ګاونډيو هيوادونو کي دي. ټول تسليحاتي او مادي امکانات ترهګرو ته ګاونډي هيوادونه برابروي. افغانستان  ورځ  تربلي د تروريزم په اور کي سوځي، هر افغان د خپل مصئونيت په اړه په تذب-ذب کي دی. زموږ په جغرافيه کي هيڅوک هم څان مصئون نه احساسوي. ترهګر غواړي ټول ملت د تل لپاره د خپلو حقوقو څخه محروم کړي. دا پروژه ترهګر د بهرنيو هيوادونو په نيابت چلوي. افغانان بايد درک کړي، چي حقاني شبکه يوازي او يوازي د پرديو د منافعو لپاره د افغانانو عامه قتل و قتال غواړي. حقاني شبکه او وسله وال طالبان د نورو د ګټو لپاره افغانان په شهادت رسوي. په هر بريد کي په لسګونو او سلګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي، هره ورځ په هر انفجار کي يوازي ملکي بېګناه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي او حقاني شبکه بيا  لکه طالبان د هر بريد مسئوليت په هسکه غاړه پر غاړه اخلي.

افغانان بايد د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو په وړاندي يو مشخص دريځ غوره کوي، که افغانان حقاني شبکه او وسله وال طالبان د بېګناه خلکو د وژلو او په شهادت رسولو مرتکب وګڼي او په يوه افغان غږ خبری آژانسز د ټول ملت د مشترک دښمن په وړاندي خپل ږغ پورته کړي، نو بيا د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو په څېر نوري ډلي هم افغانانو ته ضرر نه شي رسولای. افغانان ددې جوګه دي، چي د خپل دښمن په وړاندي د ملي پيوستون او همږغۍ له لاري د هيواد اصلي، اساسي او سياسي دښمنان وځپي. حقاني شبکه په واضح ډول د پرديو د ګټو لپاره  افغانان په ډېر بې رحمانه ډول په شهادت رسوي او بيا ددې افغانانو پر سر د ګاونډيو هيوادونو څخه کريډيټ اخلي. په تيرو ۱۳ کلونو کي وسله والو طالبانو او حقاني شبکې افغانستان د بېګناه افغانانو لپاره په دوزخ مبدل کړی. يوازي په يوه بريد کي څه د پاسه ۱۰۰ کسان ووژل شول او ۳۵۰ تنه نور ټپيان شول. دا بريد څه موده مخکي د حقاني شبکې لخوا په کابل کي ترسره شو. د بريد قربانيان ټول ماشومان، سپين ږېري، علماء کرام او بېګناه ملکي وګړي وه. حقاني شبکه غواړي، ټول ملت د غم، اوښکو او سانده پر ټغر کښېنوي. حقاني شبکې ته دا ډول پېچکارۍ ګاونډي هيوادونه تزريقوي. د افغانانو په سرنوشت د مادياتو په مقابل کي لوبي کوي. وسله وال طالبان هم د افغانانو د عامه قتل وقتال پروا نه لري او نه هم پر افغانانو ترحم لري. پر ټولو افغانانو باندي يواز ي خپله بهرنۍ ايډيالوژي تطبيقوي. طالبانو او حقاني شبکې په افغانستان کي د افغانانو د عامه قتل وقتال د وينو ويالې او سيندونه وبهول. افغانان بايد نور حد اقل خپل دوست اودښمن تفکيک کړي. لنډه دا چي، آيا افغانان غواړي خپل راتلونکي نسل ته هم جګړه په ميراث پرېږدي؟ آيا افغانان غواړي، چي د راتلونکي نسل مستقبل هم د جګړې ښکار شي؟ دا ډول سوالونه تر ډېره د يوې جغرافيې يا هيواد په ملت پوري اړه لري. که چيري ملت د خپل راتلونکي لپاره يو واضح او مشخص تصميم ولري، نو د ټولو ستونزو لاينحل ابعاد موندلای شي. موږ بايد د جګړې مقابل لوری د تحريف پرځای تعريف کړو. ځکه دا جګړه يوازي د افغان دولت پر ضد نه ده، دا جګړه د ټول ملت پر ضد پيل شوې ده. نو په همدې اساس ملت بايد د خپل دولت صفوف قوي کړي او د خپل منتخب نظام څخه په کلکه ملاتړ وکړي، ترڅو تروريستانو ته نور د افغانانو په شهادت رسولو مجال پاته نه شي. ټول ملت په دې متفق دی، چي تروريستان د جهاد په نامه د پرديو د منافعو لپاره د افغانانو ټولنيز قتل وقتال ته لمني وهي. تروريزم يوازي د افغان دولت سره دښمني نه لري او نه هم  يوازي غواړي، د جهاد په نامه د خپلو منافعو لپاره جګړه وکړي. بلکي تروريزم پر افغان دولت سربېره د ټول ملت سره دښمني لري ا وغواړي د ګاونډيانو د پروژو لپاره د ټولو افغانانو د محوه کولو پلانونه ترسيم کړي. تروريستي شبکې يوازي د ګاونډيو هيوادونو لپاره استخدام شوي دي او د هغوی د منافعو لپاره په خپل ټول توان کار کوي. ملت بايد نور د تروريستي شبکو په وړاندي د انسجام لاره غوره کړي.، ځکه تروريستان ورځ تر بلي بېګناه انسانان په شهادت رسوي او هره ورځ په افغانستان کي د بېګناه انسانانو د مرګ ژوبلي ګراف د لوړېدو په حال کي دی.


https://avapress.com/vdcdn90foyt0x96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته