دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 136990
د افغانستان په راتلونکی کی د طالبانو د نقش څخه د پاکستان غوښتنی
سرتاج عزیز؛ د پاکستان د ملی امنیت او خارجی اړیکو مشاور لومړی وزیر وایی چی طالبان نه سی کولای د افغانستان مرکزی سیمی لکه کابل تر خپل تصرف لاندی راولی؛ خو دا ډله کولای سی خپل شورش ته د ډیر وخت لپاره ادامه ورکړی.

د ښاغلی عزیز په وینا، جنګ په افغانستان کی ږیر نه خلاصیږی او د افغانستان د دولت سران باید د سولی د روند په اړه بیاڅیړنه وکړی.

ښاغلی عزیز همدارنګه ویلی دی چی د افغانستان د حکومت سران د پاکستان د حکومت د تورنولو څخه لاس واخلی او د هغه پرځای د سولی او مذاکراتو په برخه کی خپل تګلاری او پالیسی ته تغیر ورکړی.

هغه په عین حال کی ویلي چی افغان مقامات د طالبانو په اړه، سیاسی اجماع نه لری او ددی په اړه چی آیا طالبانو ته د تروریستانو په سترګه وګوری او هغوی سره د تروریستانو په شان عمل وسی او که د داخلی ملی سیاست څخه ورسره عمل وسی پکی شک سته او یو تګلاره نه لری، دهغه په وینا، دا شک او ابهام، د سولی لپاره هڅی د مشکل سره مخامخوی.

پاکستان، د ډیرو صاحب نظرانو په نظر، د پیل څخه راهیسی د طالبانو څخه د خپلو مقصدونو د لاسته راوړلو د آلی په توګه په افغانستان کی کتلی دی؛ هغه مقصدونه چی په افغانستان کی د سلطی غوښتلو لپاره او هند په وړاندی پر ایده او نظریی ولاړ دی او اسلام آباد انتظار درلودی چی د طالبانو د ډلی رامنځته کونه او ددی ډلی څخه هر ډول ملاتړ په افغانستان کی د هغه جنوبی ګاونډی هیلی به تامین او تضمین کړی.

د سرتاج عزیز نوی اظهارات؛ د تحلیلګرانو په نظر، په همدی لاره کی د آرزونی وړ دی. ښاغلی عزیز، که څه هم شاید په مستقیم ډول سره د خپلو مقصدونو ته د رسیدو لپاره په افغانستان کی، اذغان ونه کړی؛ خو داچی په شکاره ډول سره د طالبانو د ډلی سره مالی او تسلیحاتی او انسانی ځواک کی مرسته کوی او ددی ډلی د شورش په اړه چی په افغانستان کی به د ډیر وخت ادامه پیدا کړی، خبری کوی، خپله په دی معنی دی چی د اسلام آباد اوسني سیاست د افغانستان په وړاندی، د پاکستان د پخوانۍ سیاستونو څخه هیڅ توپیر نه لری.

پاکستان هر وخت افغانستان ته، سلطه جویانه نظر درلودلی او د همدی نظر په قالب کی، هیڅ وخت د یو باثباته، امن او مستقل افغانستان په خپل ګاونډیتوب کی په رسمیت نه دی پیژندلۍ.

د طالبانو د جریان منځته راتګ او دهغه وروسته، د پاکستان ګټه اخیستنی ددی ډلی څخه د خپلو مقاصدو لپاره او زموږ هیواد په اړه خپل سوء نیت تحقق او سرته رسیدنه،د پاکستان د ضد افغانستانی د اوج نقطه بلل کیږی.

ښاغلی عزیز په داسی حال کی د افغانستان د دولت څخه غواړی چی د سولی په اړه خپل تګلاری ته تغیر ورکړی چی خپله هیڅ تضمین ددی لپاره نه لری چی خپل تګلاری ته د تروریزم او بی ثباتی څخه د ملاتړ په وړاندی تغیر ورکړی.

د افغانستان دولت څو ځلی اذعان کړی دی چی د مشکلاتو ریشه او په افغانستان کی ناامنی ریشه په پاکستان کی قرار لری او ددی نه مخکی چی د دولت او طالبانو په منځ کی سوله برقراره سی ددی اړتیا سته چی د اسلام آباد او کابل ترمنځ سوله رامنځته سی. په همدی اساس، د پوهانو په باور، تر هغه وخته چی پاکستان خپل ملاتړ ته د طالبانو لپاره ختم نه کړی او په یو معنی، خپل تګلاری ته په دی برخه کی تغیر ورنه کړی، د کابل تجدید نظر د خپل مواضع په اړه د افغانستان د سولی په برخه کی، هیڅ تغیر به د افغانستان په جاری وضعیت کی رامنځته نه کړی.

د سه شنبه حادثی چی په کابل، قندهار او هلمند کی رامنځته سو یو د هغو زرهاوو حادثو څخه دی چی په هغه کی په شکاره ډول سره د پاکستان لاس دی او که اساسآ د پاکستان ملاتړ د طالبانو او نورو تروریستی ډلو څخه نه وی، نو نه داچی دا ډله خپل شورشونو ته د کلونو کلونو لپاره ادامه ورکړی؛ بلکه نور سازمانده سوی او برنامه ریزی سوی لوی تروریستی حملی نور هم به ترسره کړی.

دي تحلیل ته په کتو سره، د ناظرانو په باور، د سرتاج عزیز نوی اظهارات چی عملآ د اسلام آباد د رژیم خارجی سیاست نقش لوبوی، په دوو دلیلونو صورت موندلی دی؛ یا داچی هغه د افغانستان ددولت څخه د سولی په اړه خپل سیاستونو د تغیر غوښتنی څخه دا مقصد لری چی د طالبانو لپاره وخت پیدا کړی او مشروعیت ورکړی چی د اسلام آباد د یو وفادار ډلی په حیث کار کوی او یا داچی هغه ددی خبری په کولو سره چی طالبان کولای سی جنګ ته په افغانستان کی د ډیرو کلونو لپاره ادامه ورکړی، تلویحآ کابل تهدیدوی په دی مقصد چی د پاکستان غوښتنی ومنی او د پاکستان د سلطه ګری په وړاندی د مقاومت څخه لاس واخلی.
https://avapress.com/vdcdn90fzyt0sn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته