دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 111096
سوریه دټولې دنیا په استازي توب له ترهګرۍ سره مبارزه کوي .
په ملګروملتونو کښې دسوریې استازي ټینګار وکړ سوریه دټولې دنیا په استازي توب له ترهګرۍ سره مبارزه کوي .
 په ملګروملتونو کښې دسوریې استازي بشار الجعفري دامریکا په نیوجرسي کښې دسوریې دهستوګنه عیسایانو په غونډې کښې وویل سوریه د تکفیري ترهګرۍ او سرزورۍ په مقابل کښې ددفاع لومړۍ کرښه ده او دنورو هیوادونو په استازي توب له ترهګرۍ سره په جنګ بوخته ده .
هغه وویل دسوریې خلک باید له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې ملګروملتونو او یا امنیت شورا ته کومه هیله ونلري او په هغوې تکیه ونکړي بلکې باید یوازې له خپلو هیواد والو سره دمرستې لپاره په خپل داخلي وس تکیه ولري .
الجعفري په سوریې کښې د ترهګرۍ دملاتړو هیوادونو په وړاندې دامنیت شورا ددریځونو دبدلیدا احتمال کمزوری وباله او ویې ویل امنیت شورا دوه ګوڼه معیارونه غوره کړي دي .
په ملګروملتونو کښې دسوریې استازي وویل په داسې حال کښې چې دملګروملتونو ټولو ادارو له ترهګرۍ سره د مبارزې او له ترهګرۍ دملاتړ کونکو هیوادونو دپوښتنې کولو په باره کښې ضروري پریکړه لیکونه تصویب کړي دي خو امنیت شورا په سوریې کښې د ترهګرۍ د ځینو ملاتړو غړیو د شتون په وجه ددغو پریکړه لیکونو په اجرا کولو کښې بې وسه ده .
په سوریې کښې جنګ سعودي عربستان ، ترکیې،قطر، اردن ، متحده عربي اماراتو، اسرائیلو ، امریکا، فرانسې ، بریطانیه او نورو عربو اواروپايي هیوادونو رامینځته کړی دی او دغه هیوادونه له ترهګرو سره هرډول مالي او پوځي مرستې کوي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdnf0f9yt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته