دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 118594
پاکستان: وسله والو په ټانک سیمه کې يو بل خبريال زمان محسود وواژه
د ټانک سيمه ييزو امنيتي چارواکيو رسنيو ته ويلي؛ دا پېښه د سه شنبې په ورځ په ټانک ښار کې هغه وخت رامنځته شوه چې خبريال زمان محسود له ګومل بازار څخه ټانک ته پر لار و چې په کمين کې ناستو نامعلومو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې هغه سخت ټپي شو او بيا وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

زمان محسود د قبايلي سيمو مشر خبريال و چې له تېرو شاوخوا ١٣ کالو راهيسې يې له بېلابېلو پاکستاني رسنيو سره يې دنده ترسره کوله او همداراز د قبايلي سيمو د خبريالانو د اتحاديې (Tribal Union of Journalists) مشر سکرتر هم پاتې شوى و.

سربېره پر دې نوموړي په جنوبي وزيرستان کې د پاکستان د بشري حقونو د فعال په توګه هم فعاليت کاوه.

په دې وروستيو کې په پاکستان، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې پر خبريالانو بريدونه ډېر شوي چې له امله يې د دې ايالت ډېرى خبريالان اندېښمن ښکاري.

په پېښور کې مېشت قبايلي خبريال او د قبايلي خبريالانو د اتحاديې پخواني مشر صفدر داوړ له ازادي راډيو سره په خبرو کې په قبايلي سيمو کې پر خبريالانو د بريدونو غندنه وکړه او له حکومته يې وغوښتل چې د دې د مخنيوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

هغه په دې اړه وويل:"زمان محسود ډېر تکړه ژورنالېست و او دا زموږ قبايلي علاقو نه څوارلسم ١٤ صحافي دى چې شهيد کړى شو؛ دا ډېره بده خبره ده.

که وګورې، نو دا ديارلس کسان د ده نه مخکې چې ژورنالېستان شهيدان کړى شوي دي؛ نو هغه که ته وګورې حکومت وايي چې دا پته نه لګي چې دا چا وژل، څه وشول. تراوسه پورې موږ ته هېڅ قسم پته نه لګي چې دوى چا او ولې ووژل؟

خو زه به صرف دا ووايم چې دنيا او بيا په پاکستان کې دننه چې کوم دا ټرائيبل یعنې قبايلي ژورنالېستان دي؛ د دوى يو ډېر محدود تعداد دى، نو دې کې چې ته ١٤ کسان شهيدانوې، نو ددې مطلب دا شو چې دا سيمه د قبآيلي ژورنالېستانو لپاره يوه سيکيورټي مسئله ده."

وسله والو په ټانک کې ځايي قبايلي خبريال زمان محسود تر هغې يو ورځ وروسته وواژه، چې د دوشنبې په ورځ د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.

په پاکستان کې د بې پولې خبريالانو د اتحاديې استازى اقبال خټک د خبريال محسود وژنه په دې هېواد کې د بيان پر ازادۍ ګوزار بولي او پر حکومت غږ کوي، چې د هغه وژونکي دې ونيسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.

اقبال خټک په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

(( دا نن پېښه چې ده، زموږ د هغې خبرې تاييد کوي، چې په پاکستان کې د ژورنالېستانو لپاره امنيتي وضع ډېره خرابه ده. د پاکستان حکومت بايد چې عملي ګامونه پورته کړي. د بده مرغه موږ دا وينو، چې حکومت وينا کوي، خو عملي ګامونه نه پورته کېږي. کتل دا دي، چې چا پرې دا ګوزار کړى دى، دغه معلومول ډېر ضروري دي.

بايد چې د پاکستان حکومت نور وخت ضايع نه کړي او د ژورنالېسنانو او د اخباري ادارو سره په شريکه ګامونه پورته کړي او پاکستان کې د ژورنالېسنانو حوالې سره چې کوم خطرات دي هغه کم کړى شي. موږ ګڼو چې دا خطرات سل فيصده نه ختمېږي، خو دا ضرور ممکنه ده، چې دا خطرات دې کم شي.))

په عين حال کې د پاکستان د بشري حقونو کميسيون په يوه خپور کړي بيان کې د زمان محسود وژنه غندلې او له حکومته يې غوښتي، چې که چيرې په ټانک کې واک لري، نو ددې پېښې مسوولين دې ونيسي.

د خبریالانو د خوندیتوب سازمانونه پاکستان د خبریالانو لپاره د نړۍ له خطرناکو هېوادونو یو بولي او د خبريالانو د ژغورنې د سازمان CPJ مسوولين وايي، له ۱۹۹۲ راهیسې پاکستان کې ۵۶ خبریالان وژل شوي، چې په دې کې د ۹۴ سلنه قضیو عاملین نه دي محاکمه شوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcdnj0foyt0fk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته