د راپورونو له مخې، د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې یوه افسر د یوې افغان مېرمنې د جنسي ځورونې په تور نیول شوی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، پیښه څو ورخې مخکې د اسلام اباد په هوایي ډګر کې رامنځته شوی و او دغه افسر د پاکستان د کورنیو چارو وزیرچودري نثار علي خان په لارښونې نیول شوی دی.
راپورونو زیاتوي، چې ښاغلي خان امر کړی چې دغه افسر ته دې دوسیه واچول شي او د پېښې په اړه دې پلټنې وشي.
پاکستاني چارواکو ویلي دي، چې پر افغان مېرمنې جنسي ځورونې ظاهرا هغه مهال رامنځته شوی کله چې هغه له خپل خور سره یو ځای د پولیسو په توقیف کې و.
چارواکي زیاتوي، چې دغه مېرمنې د دې لپاره نیول شوی و چې د استوګنې د هوټل شمېره ورسره نه وه.
دا په داسې حال کې ده چې تیر کال هم په پاکستان کې د پولیسو یو مشر په ورته پیښه کې مجرم پیژندل شوی و او له دندې ګوښه شوی و.
پیښه تیر کال د مې په میاشت کې د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه که رامنځته شوی و.