د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د پروان ولایت د مرکز د قلعه خلازایي په سیمه کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ملي سوداګر عبدالهادی چې ۹ ورځې وړاندې د کابل ولایت له قره باغ ولسوالۍ څخه تښتول شوی وو له تښتوونکو سره له وسله والې نښتې وروسته خوشی او دوه تنه سړي تښتوونکي هر یو حیات الله او زین الله له یوه میل کلاشینکوف سره ونیول شول.
سړي تښتوونکو د نوموړي د خوشي کېدو په بدل کې د ده له کورنۍڅخه درې سوه زره امریکايي ډالر غوښتي وو.
سړي تښتوونکو د نوموړي د خوشي کېدو په بدل کې د ده له کورنۍڅخه درې سوه زره امریکايي ډالر غوښتي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)