دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 100197
د امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې ۱۲ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کندز ، کندهار ، ارزګان ، پکتیکا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۲ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول،   ۱۰ تنه ټپیان او۳  تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې او مهمات  هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۲ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د خوست  او پکتیا ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdnz0f5yt0zf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته