دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 127747
کارپوهان: د ملي یووالي حکومت هوکړه‎لیک نه دی پلی شوی
د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې حکومت د لویې جرګې راغوښتو لپاره هڅې کوي، خو ولسي جرګه د ولسمشر فرمان په ردولو سره دغه کار وروسته کوي. په همدې حال کې د ټاکنو څار بنسټونه وايي چې د ټاکنو په نظام کې سموونې رامنځته نشي او لویه جرګه ترسره نشي نو د حکومت مشروعیت به له پوښتنې سره مخامخ شي.
د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې حکومت د لویې جرګې راغوښتو لپاره هڅې کوي، خو ولسي جرګه د ولسمشر فرمان په ردولو سره دغه کار وروسته کوي. په همدې حال کې د ټاکنو څار بنسټونه وايي چې د ټاکنو په نظام کې سموونې رامنځته نشي او لویه جرګه ترسره نشي نو د حکومت مشروعیت به له پوښتنې سره مخامخ شي.
د کارپوهانو او په ټاکنو څارونکو بنسټوو مسولانو په باور د ټاکنو په برخه کې دحکومت د ژمنو خبرې تر ډېره د رسنیو د کمرو په وړاندې وې او حکومت د ټاکنو د سمونو لپاره هیڅ اغیزمن کار نه دی کړی.
د سیاسي چارو کارپوه، بشیر بیژن وايي:«له اوله هم موږ خلکو ته دا ویلي وو چې د حکومت مشران د ټاکنیزو اصلاحاتو او لویې جرګې په اړه خصمانه چلند کوي او دغه مشران نه غواړي چې دغه ملي ستونزې د خلکو لپاره هوارې شي.»
د رڼو ټاکنو بنسټ غړې، صغرا سعادت وايي:«د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې هوډ نشته موږ موکه له لاسه ورکړې ده او په تخنیکي توګه نشوو کولی چې په روان کال کې ټاکنې ترسره کړو.»
اوسمهال د ولسي جرګې او ولایتي شورا ګانو د کار له پایته رسیدو یو کال تیریږي خو لاهم څرګنده نه ده چې څه وخت به دا استازي خپل ځای قانوني استازو ته ورکوي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د ملي یوالي حکومت د سیاسې هوکړه‎لیک د عملي کولو توان نه لري او سږکال به د ملي شورا ټاکنې ترسره نشي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند، نور محمد نور وايي:«موږ د تلې ۲۴مه د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د ټاکنو وخت اعلان کړی دی؛ خو حکومت تر اوسه هم دغه زمینې زموږ لپاره نه دي برابرې کړې خو یوازې د مالیې وزارت ویلي دي چې د دغه موضوع لپاره مو ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړې کړې دي خو ترو اوسه یې موږ ته نه دي سپارلې.»
ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو ترسره کیدل خپله سره کرښه بولي او د ملي یووالي حکومت د هوکړه‎لیک د ټولو مادو په عملي کولو ټینګار کوي.
د ولسمشر د ویاند مرسیتال، سید ظفر هاشمِ وايي:«د ملي یووالي حکومت مشران لا هم هوډ لري چې سیاسي شوی هوکړه‎لیک عملي کړي. د لویې جرګې په برخه کې زموږ هڅې روانې دي او یوه مهمه برخه یې ټاکیزې سموونې دي. سره له دې چې ولسي جرګې د ولسمشر فرمان رد کړی دی، خو دا کار به د لویې جرګې او ټاکنیزو سموونو پر وړاندې خنډ نشي.»
ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسي جرګې له‎خوا د ټاکنیزو سموونو په اړه د ولسمشر د فرمان ردیدو لامل ناڅرګند بولي او د دې فرمان ردیدل د هېواد په زیان بولي.
https://avapress.com/vdcdo50f5yt0x56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته