دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 146548
هېواد ته د جنرال دوستم د سفر په اړه راپورونه

خو د ولسمشر لومړی مرستیال له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې هغه راپورونه ناسم دی چې ګواکې په افغانستان کې میشت الماني ځواکونه د ولسشمر لومړی مرستیال جنرال دوستم الوتکې ته په مزار شریف هوایي ډګر کې د کېناستلو اجازه ور نه کړل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د هېواد ولسمشر لومړی مرستیال لا هم د ترکیه په انقره ښار کې میشت دی او د هغه د راستون په اړه تراوسه پریکړه نه دی شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لوی څارنوالي تیره اونی وویل ، چې د ولسمشر لومړی مرستیال او د احمد خان ایشچي دوسیه محکمې ته استول شوې ده.

د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي وړاندې ادعا کړې وه چې د جنرال دوستم د ساتونکو له لوري نیول شوی او تر وهلو ډبولو وروسته جنسي ځورول شوی دی، هغه ادعا چې د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر یې بې‌بنسټه بولي.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر هوګو لارنس هم د تیرې سه شبنې په ورځ وویل، چې نړیواله ټولنه او د افغانستان خلک د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د دوسیې د څېړلو ملاتړ کوي او دغه قضیې ته د سیاسي او قومي رنګ ورکولو د هڅو په اړه خبرداری ورکړ.

نوموړې زیاته کړه، چې دغه قضیه د افغانستان د لوی څارنوال او نورو قضايي چارواکو له خوا جدي ارزونې ته اړتیا لري.

سرچينه : د صدای افغان خبر آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdo90fjyt0ok6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته