دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 111041
د  ننګرهار ملي امنيت رياست په دغه ولايت کې د يو شمېر چاودنو او ځانمرګو بريدونو عاملين ونيول
ننګرهار ولايت مقام ته د ملي امنيت رياست د ورکړل شويو معلوماتو له مخې تېره ورځ يې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د بېز اکمالاتي په سيمه کې د قوماندان زاهدالله مشهور په سيف الله د ګروپ څخه پنځه تنه نيولي.
د ملي امنيت رياست د راپور له مخې دغه کسان د ننګرهار ولايتي شورا وکيلې انګيزې شينوارې پر شهادت، کابل بانک ځانمرګي بريد، د پوليسو اکاډمۍ پر پوليسو چاودنه او يو شمېر نورو تروريستي اعمالو کې لاس لري.
ملي امنيت رياست زياتوي، چې په نيول شويو کسانو کې انعام الله، فرمان الله، شهاب الدين، حميد الله او عبدالغفور مشهور په ساحل په نومونو پنځه تنه شامل دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې دغو کسانو هوډ در لود، چې د راتلونکې جمعې په ورځ د جلال اباد ښار ګمرک په مسجد کې د جمعې د لمانځه د اداء کولو پرمهال چاودنه رامنځته کړي، چې د ملي امنيت رياست له لوري يې د دې حملې مخنيوی هم په وخت تر سره شو.

دغه راز ملي امنيت رياست په خپل راپور کې زياته کړېده، چې د نيول شويو کسانو سره يې يو چسپکي ماين، پنځه عدده کپسول، يو ميل بې اوازه تفانچه، يو ريموټ کنټرول او يو اندزه کپسول ثانيه سوز هم نيولي دي.
د معلوماتو له مخې نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د نورو څيړنو لپاره ترې په ملي امنيت رياست کې پوښتنې او پلټنې رواني دي. 
د يادونې وړ ده ، چې تيره اوونۍ هم ننګرهار ملي امنيت رياست يو تن ځانمرګی بريد کوونکی او يو د ځانمرګو بريدونو تنظيم کوونکی نيولی وو او د همدې اوونۍ څخه وړاندې يې په څوارلس بوريو کې ځاي پرځاي شوي ۷۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي نيولي وه، چې نيول شوي چاودیدونکي توکي ، پنځو لویو موټر بم چاودونو ته چمتو شوي وه .
بايد وويل شي، چې ملي امنيت رياست دوه اوونۍ وړاندې هم شپږ تنه ځانمرګي بريد کوونکي نيولي ، چې په دې سره په جلال اباد ښار کې د لويو تلفاتو مخنيوی شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdof0ffyt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته