دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۵
د مطلب کود : 143046
د طالبانو ډله په بغلان ولایت کی د حیواناتو او انسانانو د جسدونو څخه د ماین ایښونی لپاره ګټه اخلی
د بغلان ولایت امنیه قوماندانی مطبوعاتی دفتر د یو خبرپاڼی په خپرولو سره ویلی دی چی د طالبانو ډله د بغلان په ولایت کی د انسانانو او حیواناتو جسدونه ماین ګزاری کوی او پر امنیتی ځواکونو باندی د چاودنی په مقصد د جادو څنګ ته ایږدی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، په دی خبرپاڼه کی راغلی دی چی جنرال اکرام الدین سریع د بغلان پولیسو قوماندان ددی مطلب په څرګندولو سره وایی: امنیتی ځواکونه توانیدلې دې چی ددی ایښودل سویو ماینونو څخه ډیر خنثی کړی.
د هغه په وینا په اوسنۍ حال کی د پاکستان، روسیه، چچن، عربستان او مصر اوسیدونکی عملآ د بغلان په ولایت کی د امنیتی ځواکونو په وړاندی جنګیږی.
https://avapress.com/vdcdos0f9yt0oz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته