د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ترمپ له پل روسي سیال ولادیمیر پوټین سره د طالبانو او نورو ډلو پر وړاندې د مسکو او واشنګټن ترمنځ د همکاریو په اړه خبرې کړې.
سپینی ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو د ټیلیفون له لارې د دوه اړخیزو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د ترهګرو پر ضد پر مبارزې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې له منځڼي ختیځ نه تر منځني اسیا پورې د ترهګرو د لمنځه وړولو په خاطر مبارزې باید دوام ومومي.
د دواړو هېوادونو مشرانو د طالبانو، القاعدې، داعشیانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد د مسکو او واشنګټن ترمنځ د همکاریو پر زیاتوالي هم موافقه وکړې.
د سپنی ماڼی په وینا، ولسمشر ټرم او د هغه روسي سیال د اوکراین ستونزې د ایران د اټومې برنامې په اړه هم خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ د اګسټ په میاشت کې د سویلي اسیا لپاره د خپل ادارې نوې تګلاره په ډاګهه کړه او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت پر دوام او ترهګرو ډلو پر لمنځه وړلو یې ټینګار وکړ.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ترهګرو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو له هڅو او مبارزو څخه هم ستاینه وکړه او زیاته کړه چې د افغانستان او د افغان پوځ د تقویې په برخه کې به د امریکا مرستې ادامه ولري.
سرچینه: خامه پرس