دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 110141
نواز شريف په جلال اباد کې ترورېستي حمله وغندله
د پاکستان صدراعظم دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د شنبې په ورځ د جلال اباد ښار د مخابرات چوک ته څېرمه د کابلبانک دروازې مخې ته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې انتحاري حمله وشوه چې په نتيجه کې يې تر دې دمه لږ تر لږه ٣٤ کسان وژل شوي او ١٢٤ ټپيان دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر همدې ورځ په يوې خپرې کړې اعلاميه کې د صدراعظم نواز شريف په حواله ويلي:
"ترورېزم د افغانستان و پاکستان دواړو ګډ دښمن او دواړه هېوادونه چې اوس د دغې پديدې د له منځه وړلو لپاره ګډ ګامونه اخلي؛ نو د تشدد او ګواښ دا ډول پېښې به يې حوصلې ټيټې نه کړي او د وروستي ترهګر او د هغوى د مرستندويانو پرضد به دا جنګ دوام ولري."
اعلاميه همداراز کاږي چې د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو کې د مېشتو ترهګرو پرضد د يوې جامع ستراتېژۍ له مخې عمليات پيل کړي چې په نتيجه کې يې هغوى په خپلو مرکزونو کې په نښه کړي او د هغوى نېټ ورک يې له منځه وړى دى.
د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې ترورېزم د افغانستان و پاکستان ګډ دښمن بللى چې د افغان پوځ لوى درستيز جنرال شير محمد کريمي هم پاکستان ته د خپل سفر پر مهال په ايبټ اباد کې د پاکستاني پوځ په روزنيزې اکاډمۍ کاکول کې د وينا پر مهال وويل چې ترهګر د پاکستان او افغانستان ګډ دښمنان دي؛ نو دواړه هېوادونو ته ښايي چې د دوى پر ضد له يو بل سره همکاري لا زياته او پياوړې کړي.
په عين حال کې نواز شريف د جلال اباد د پېښې په غبرګون کې ويلي:
"ډېر ژر به له سيمې څخه د ترورېزم ټغر ټول شي او اوسېدونکيو ته به يې د سولې، ثبات او سوکالۍ ژوند زمينه برابره شي."
نوموړي همداراز له افغان دولت سره د ترورېزم په مخنيوي کې د مرستې هيله څرګنده کړې او په خبره يې چې پاکستان به خوشحاله شي چې له افغان دولت سره د ترورېزم په مخنيوي کې په يوه نه يو ډول مرسته وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdoz0ffyt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته