دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۹
د مطلب کود : 150741
په هرات کی د عاشورا په ورځ ۴۴۰ کیسه وینه راټوله سوه
د هرات په حوزوی روغتون کی مسئولین وایی چی د آخرو ثبت سوو آمارو په اساس د وینی راټولولو په کمپاین کی، تراوسه ۴۴۰ کیسه وینه راټول سوی دی.

 

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محمد رفیق شیرزی، د هرات حوزوی روغتون ویاندی د افغان غږ خبری آژانس و خبرنګارته وویل چی د ثبت سوو آمارو په اساس د بکراباد، مهدیه غوردرواز او جبرئیل ښارګوټۍ څخه تراوسه ۴۴۰ کیسه او ۵۰۰ سی سی وینه د خلګو له لوری اهدا سوی دی.

هغه وویل چی دا وینی د هرات حوزوی روغتون وینی بانک ټیمونو له لوری راټول سوی دی او د روغتون وینی بانک ته لیږدول کیږی او د وینو ذخیرو سره یوځای کیږی.

شیرزی زیاته کړه چی دا وینی د امنیتی ځواکونو ټپیانو او وینو اړتیا مندو ته به ګټه واخیستل سی.

https://avapress.com/vdcdoz0ffyt0k56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته